اروپایی ټولنه: د چین هواوې شرکت نه تحریموو

اروپایی ټولنه: د چین هواوې شرکت نه تحریموو

اروپایی ټولنه وایي، چې دوی د چین خلاف د امریکا د اقتصادي ګامونو ملاتړنه دي او په دې برخه کې د چین تحریم شوی شرکت هواوې به د دوی له بندیزونو سره مخامخ نه شي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسولې فدریکا موگرینی دا خبره په یوه تازه مرکه کې کړې ده.

د هغې په وینا دوی له هواوې شرکت سره کومه ستونزه نه لري او که یې لرلای، د امریکا تر بندیزونو مخکې به یې ورسره شریکه کړې وای.

هواوې د چین تر ټولو پياوړی ټیکنالوژیک شرکت دی، چې په نړیواله کچه مشهور موبایلونه تولیدوي.

امریکا له چین سره د اقتصادي ناندریو په ترڅ کې پر دغه شرکت بندیزونه ولګول، چې سختو ستونزو سره یې مخ کړی دی.




تبصره وکړئ

avatar
t