په کندهار کي د کرکیټ شپنۍ سیالۍ پاي ته ورسېدې

په کندهار کي د کرکیټ شپنۍ سیالۍ پاي ته ورسېدې

د مسئولنیو په خبره د روژې میاشتي له پيله د کندهار په لوکل کرکیټ لوبغالي کي د ۴۰ قوي لوبډلو ترمنځ د کرکیټ شپنۍ سیالۍ پيل سوي وې، چي تیره شپه د وطن کرکیټ لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.

په جنوب زون کي د کرکیټ مسئول مسعود رحماني زما راډیو ته وویل، چي د وطن لوبډلي سره د کرکیټ دې پایلوبي ته د کندهار سوپر مارکیټ لوبډلي لاره پيداکړې وه، چي په یاده پایلوبه کي ئې د وطن لوبډلي څخه په ۷ ویکیټو ماته وخوړه.

په دې لس آوریزه پایلوبه کي لومړی کندهار سوپر مارکیټ لوبډلي توپوهنه وکړه، یادي لوبډلي په ټاکلو ۱۰ آورونو کي وطن ټیم ته د ۱۰۰ منډو هدف وټاکی.

کله چي د وطن لوبډله د توپوهني لپاره میدان ته کښته سوه، د سیالي لوبډلي له لوري ورکړل سوی هدف ئې د لوبي په ۸م آور کي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره په ۷ ویکیټو په یاده پایلوبه کي د کندهار سوپر مارکیټ لوبډلي ته ماته ورکړه.

ددې ټورنمنټ سیالیو ته هره شپه په زرګونه مینوال ورتلل.

صابر حمیدي



ورزش کندهار

تبصره وکړئ

avatar
t