ننګرهار کې د قانون د حاکمیت په موخه غونډه وشوه

ننګرهار کې د قانون د حاکمیت په موخه غونډه وشوه

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په مشرۍ عدلي او قضایي،امنیتي،ولایتي شورا او بشر حقونو ادارو ترمنځ د قانون د حاکمیت په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.

یاده ناسته پرون یکشنبه شوې ده.

د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، ددې ناستې پر مهال مسؤلینو په یووالي سره ژمنه وکړه،چې د قانون د حاکمیت په موخه به د قانون د تطبیق لپاره په ګډه کار وکړي او په دې برخه کې به له هر ډول سرغړونو څخه ډډه وشي.

تر دې وړاندې استیناف محکمه کې هم د عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ ګډې د همغږۍ غونډې ترسره شوي دي.

په پرونۍ غونډه کې د ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت او د یادې شورا وکیل محمد اجمل عمر هم ګډون درلود.

باید وویل شي چې له ننګرهار والي سره د ولایتي شورا رییس او غړي اجمل عمر لانجې تر ټولنیزو رسنیو وتلې وې. دواړو خواوو په یو بل سخت انتقادونه کړي ول. والي شاه محمود میاخیل خو ان په خپله شخصي فیسبوک پاڼه احمدعلي او اجمل عمر په اقتصادي مافیا تورن کړي ول، اوس داسې ښکاري چې ترمنځ یې ستونزه هواره شوې او ګډو غونډو کې سره ګډون کوي.

فعالان او کتونکي نیوکه کوي چې چارواکي تل په خپلو ګټو سره وران وي. ځیني شنونکي بیا وايي، که هر خوا رښتیا وي او د ملت لپاره وضاحت ورکوي نو باید د خپلو تورونو سپیناوی وکړي چې څو سم او ناسم خلکو ته معلوم شي، خو د ننګرهار والي او ولایتي شورا رییس او غړي ترمنځ د شویو تورونو د سپیناوي په اړه وروسته هیڅ کوم ګام پورته نه شو.

 



نننګرهار قانون حاکمیت

تبصره وکړئ

avatar
t