افغانستان او سرېلانکا سبا ته دوه بجې لوبه پیلوي؛ خو څه باید وشي؟

افغانستان او سرېلانکا سبا ته دوه بجې لوبه پیلوي؛ خو څه باید وشي؟

 

افغان لوبغاړو په تیره لوبه کې ښه وځلیدل، خو بیا هم ځینې ستونزې لري، چې باید جدي پاملرنه ورته وشي.
افغانستان بشپړ غړیتوب لري، باید په دغه نړیوال جام کې نور هم ښه ثابت شي.

د افغانستان دوېیمه لوبه د سرېلانکا خلاف په کارډیف کې ده، چیرته چې سرېلانکا خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ خلاف بایللې وه.

د نیوزیلنډ او سرېلانکا له لوبې داسې معلومیږي، چې د کارډیف ښار په سوفیا ګرډنز لوبغالي کې لومړۍ توپ اچونه ښه ترسره کېږي او په دغه ویشتنځاي کې دوېیمه توپ وهنه ښه کېږي.

په همدغه لوبغالي کې نیوزیلنډ ټاس ګټلی و او لومړۍ یې توپ اچونه وکړه، چې د سرېلانکا ټول ټیم په ۱۳۶ رنزونو ال اوټ شو، بیا نیوزیلنډۍ لوبډلې یاد هدف د منرو او ګپټېل په مرسته په ۱۶.۱ اورونو کې پوره کړ.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د اسټرلیا خلاف وبایلله، خو اوس دواړه افغانستان او سرېلانکا اسیایي لوبډلې دي.

د دواړو ټیمونو لوبډلمشران نوي دي، چې ډېمات کرونرتنی د سرېلانکا او ګلبدین نایب د افغانستان لپاره نوی کپتان دی.

باید څه وشي؟!

باید هر لوبغاړی دې خپل مسولیت ته ژمن اوسي. د اوپنرانو جوړه دې باید ډاډه لوبه وکړي، باید تر ۱۷-۲۰ اورونو پورې خو حداقل لوبه وکړي. د رحمت او حشمت ترڅنګ نور ملګري یې هم باید په لوبه کې د ښې لوبې زمواري دې وکړي.

ملګرتیا پکار ده، د اننګز ټول ( ۵۰)اورونه باید ولوبول شي، نبي او راشد باید د ګلبدین سره اوږه په اوږه مبارزه دې وکړي.

هر یو لوبغاړی مو باید د ټیم لپاره لوبه وکړي، نه د خپل ځان لپاره. که لومړی بیټنګ کوو او که دویم بیټنګ هر یو لوبغاړی مو باید په خپل مسولیت کې غفلت ونکړي.

لوبغاړي مو باید داسې فکر ونکړي، چې زمونږ ټیم تازه بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی او دا نور ټیمونه له پخوا نه فولممبر دي.

د محمد نبي، راشد ارمان او مجیب ځدران ښه رول لوبول افغانستان بریا ته رسولی شي. د لوبغاړو ترمنځ همغږي( په ډګر ساتنه او توپ وهنه کې) مهمه ده.

افغان لوبغاړي دې له ډار، بې حوصلې او له وارخطایۍ څخه ځان وژغوري. پیچ ته په کتو، مقابلې لوبډلې ته په کتو د افغان لوبغاړو انتخاب دې وشي. لوبغاړي دې خپل فکرونه سم کړي.

مونږ د افغانستان د بریا لپاره دعاوې به کوو، لوبغاړي دې همت وکړي، خپل کار دې وکړي او سم کرکټ دې وکړي.

سید ادریس ولي زاده




تبصره وکړئ

avatar
t