د بدو ملګرو پېژندنه!

د بدو ملګرو پېژندنه!

لازمه نه ده چي د ملګرو سره د وخت تیرولو تر څنګ خپلو کړنو، د خبرو کولو یا جامو اغوستلو طرز بدل کړی.

یو بد دوست مو همیشه غواړي چي تاسي ته تغیر درکړي او تاسي هغه ډول جوړ کړي څنګه چي هغه تصور کوي، بغیر له دې چي تاسي وپیژني یا مو هم درک کړي.

که چیري تاسي متوجه سوي یاست همېشه چي د ملګرو سره اوسئ نو وخت په بیځایه خبرو او کارونو تیروئ ، دا ددې ښکارندویې کوي چي ستاسي ترمنځ ارتباط ضعیف دی،او دې حالت ته باید تغیر ورکړئ چي په اینده کي پښیمانه نه سي.

یو بد دوست مو هیڅ کله هم کامیابي نه سي لیدلای او همیشه غواړي ستاسو په اهدافو کي مداخله وکړي ځکه هغوی د خپل حسادت له کبله ځان په خطر کی ویني او معلومه خبره ده کله چي یو طرف د خپلو هدفونو څخه ګرځي او بل طرف خودخواه وي نو هلته د دوستۍ رابطه ټینګیدای نسي.

د بدو دوستانو سره په ملګرتیا هغوی غواړي چي خپل بد خاصیتونه تاسي ته هم انتقال کړي او په ستونزو کي مو واچوي، چي د وخت په تیریدو سره به تاسي ته هم معلومه سي هغه بد خاصیتونه چي پخوا مو نه درلودل اوس ورسره عادي سوي یاست.

بد دوست همیشه د خپل کار، مشکل یا ضرورت په وخت کي ستاسي خوا ته راځي او د مشکل د حل وروسته دوباره په خپلي خوا مخ اړوي .

ځیني بد دوستان داسي وي چي همیشه باید د هغوی تعریف وکړئ او په هیڅ موضوع کي ورسره بحث ونه کړی، هر کار ددوی په خوښه ترسره کړئ.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t