د انسانانو د حرکاتو له مخی د هغوی د شخصیت پیژندنه

د انسانانو د حرکاتو له مخی د هغوی د شخصیت پیژندنه

د لاسونو حالت: هغه اشخاص چي د خبرو کولو په وخت کي د لاسو حرکت  ډیرلري، معمولأ قدرتمنده او پر ځان د ډیر باور درلودونکي وي. په داسی حال کی چی ددې برعکس اشخاص کم جرعته او پر ځان بې باوره وې او د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره د ساده لاري په لټه کي وي

د وخت پابنده: هغه اشخاص چي د وخت پابنده وي منظم ذهني جوړښت لري، د ژوند هره لحظه ارزښت ورته لري. خو ددی برعکس اشخاص همیشه په تلوار کي وي.

د څښلو په وخت کي د کتلو طرز:  هغه اشخاص چي د چای، قهوې یا جوس څښلو په وخت کي د کیلاس داخل ته ګوري معمولأ باخبره، هوښیاراو متمرکزه وي خو هغه اشخاص چي د ګیلاس څنډي ته ګوري معمولأ د نورو تر تاثیر لاندي راغلي وي. او هغه اشخاص چی د څښلو په وخت خپلی سترګي پټوي، په ژوند کي یې ډیر مشکلاتونه لیدلي وي خو بیا هم د ځان د خوشحاله کولو کوښښ کوي.

هغه خلګ چي همیشه موبایل د جیب څخه راکاږي چیک کوي یې یا هم لجظه په لحظه خپل میسجونه ایمیلونه  ګوري، دا ددې ښکارندویې کوي چي هغوی په عاطفي مسایلو کي ثبات نه لري او مدام خپل حال ته تغیر ورکوي.

د سترګو ارتباط: هغه اشخاص چي با جرعته او پر نفس اعتماد لري د مقابل شخص سره سترګو په سترګو کیدلو کي وهم نه لري او کولای سي د ډیروخت لپاره په همدې ډول د مقابل شخص سره وږغیږي، دا ډول اشخاص د اجتماعي روابطو په جوړولو کي  کامیابه وي.

ژباړه: عایشه عزیزي



ليکني او ژباړي هر اړخيز او معلوماتي

تبصره وکړئ

avatar
t