لغمان: د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

لغمان: د ماشومانو نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د لغمان د کار او ټولنیزو چارو ریاست او مهترلام ښاروالۍ لخوا د ماشومانو نړیواله ورځ د ولایت مقام استازو او ولایتي ادارې د څو تنو ریسانو په موجودیت کی ولمانځل شوه.
په دې غونډه کی د لغمان ولایت وړکتون او حیات خصوصي روزنتون کوچنیانو ګډون درلود.
په دې راټولیدنه کې کوچنیانو د سالمې روزنې په موخه، د دوی د ځانګړې پاملرنې په اړه یی کورنیو او ټولنی ته ځانګړي پیغامونه ورکول شول.
د تفریح په موخه ورته د لوبو سامانونه توزیع او د روزنتون ١٢ تنو یتیمانو ته د کار او ټولنیزو چارو ریاست لخوا د اختر جامی ورکړل شوې.



تبصره وکړئ

avatar
t