د کندهار په ایوب انصاري فوټبال لوبغالي کي د فوټبال لوبي پاي ته ورسېدې

د کندهار په ایوب انصاري فوټبال لوبغالي کي د فوټبال لوبي پاي ته ورسېدې

د مسئولینو په خبره د روژې میاشتي له پيله د کندهار د نورو لوبغالو ترڅنګ په ایوب انصاري فوټبال لوبغالي کي هم د فوټبال شپنۍ سیالي پيل سوي وې، چي تیره شپه د باسکیټبال فوټبال لوبډلي په لومړي مقام خپلولو سره پاي ته ورسېدې.

ددې سیالیو مسئول سیداحمد صمیمي زما راډیو ته وویل، چي د باسکیټبال لوبډلي سره ددې ټورنمنټ پایلوبي ته د جمال کرز لیسې لاره پیداکړې وه، چي باسکټبال ټيم په یاده پایلوبه کي جمال کرز لوبډلي ته ۱ ګول پر صفر ماته ورکړه او اتلولي ئې خپله کړه.

د صمیمي په خبره، چي د فوټبال په دې شپنیو سیالیو کي ۸۴ لوبډلو ګډون کړی وو.

د یاد مسئول په خبره، چي ددې ټورنمنټ لومړي مقام ته یوه عراده صفر موټرسیکل او نورو مقام لرونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته بیا بیلابیلي جایزې ورکړل سوې.

د یادولو وړ ده، چي د روژې میاشتي له پيله د کندهار ښار په بیلابیلو سیمو کي د فوټبال ترڅنګ د فوټسال او کرکیټ شپنۍ سیالۍ پيل سوي، چي زیاتي سیالۍ پاي ته رسېدلي او یو شمېر ټورنمنټونه بیا نن شپه پاي ته رسیږي.

صابر حمیدي



کندهار، فوټبال

تبصره وکړئ

avatar
t