د پولیسو په مرکزونو کې د قرآ کریم ختمونه وشول

د پولیسو په مرکزونو کې د قرآ کریم ختمونه وشول

د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې د پولیسو په هډو کې د قرآن عظیم الشان د ختم مراسم ترسره شول.
کورنیو چارو وزارت وایي یاده خپرونه د کورنیو چارو وزارت د مخکني منظور شوي پلان په اساس د یاد وزارت د عقیدتي او فرهنګي ریاست له لوري د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې د پولیسو په ټولو قطعو او جزوتامونو کې پلې شوه.
د ختم په مراسمو کې دیني عالمانو او روحانیونو د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه په حقه یاد کړه او زیاته یې کړه، چې د ترهګرو او ترهګرۍ ملاتړ د بهرنیو له خوا کېږي، چې دا زموږ د بېوزله خلکو د مرګ ژوبلې لامل کېږي.
دیني عالمانو وویل، چې د هېوادوالو د ځان او مال د ساتنې او د هېواد د اراضي د دفاع او ساتنې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه د الله پاک په دربار کې لوی اجر او پاداش لري.
د ختم په پای کې د روژې د مبارکې میاشتې له فضایلو په ګټنې د ملي پولیسو د ځواکونو د معنویت په وده او د انګېزې په ورکړه ټینګار وشو.
د کورنیو چارو وزارت په وینا د هېواد د ملي پولیسو ځواکونه په پوره ایماندارۍ د خلکو د روحي ارامتیا په ساتنه کې هڅه کوي او د ترهګرو په وړاندې په پوره مېړانه جنګېږي.



تبصره وکړئ

avatar