ولسمشرغني له بې سرپرسته ماشومانو سره وکتل

ولسمشرغني له بې سرپرسته ماشومانو سره وکتل

ړلسنشر غني نن غرمه له یتمیو او بې سرپرسته ماشومانو سره د اختر مبارکي وکړه، هغوی یې ونازول او د غرمې ډوډۍ یې ورسره یو ځای وخوړه.
په دې کتنه کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې وشوه او لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سیدانور سادات خبرې وکړې، جمهور رئیس، لومړۍ مېرمن او د افغانستان ټولو خلکو ته یې د اختر مبارکي وویله.
سادات وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په چوکاټ کې ۶۷ دارالایتامونه موجود دي چې ۲۷ یې دولتي او پاتې نور یې خصوصي دي. هغه زیاته کړه په دې روزنتونونو کې د ۱۰ زره یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو معیشت تامین او روزل کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وویل، د ۱۳ روزنتونونو د جوړولو کار جریان لري او د روان کال تر پایه بشپړېږي، دغه راز د بلخ، بدخشان او سرپل ولایتونو او علاوالدین الحاقیې د روزنتونونو چارې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو دي. نوموړي د روزنتونونو غذایي مینو ته د لازیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
ورپسې د علاوالدین روزنتون د ترانې ټیم د اختر او خپلواکۍ تر عنوان لاندې ښکلې ترانه وویله.
د هېواد جمهوررئیس په خپلو خبرو کې ټولو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه: حضرت محمد (ص) په خپله هم یتیم وو او پر یتیمانو شفقت، مهرباني او پاملرنه د بشریت ستر پېشوا ته د درناوي په مانا ده.
دا چې یو شمېر یتیمو کوچنیانو د څارندوی او ملي اردو یونیفورم اغوستی وو، جمهوررئیس له دې امله خوښي وښوده او وې ویل، له همدې ځایه مالیې وزارت ته لارښوونه کوم چې ستاسې غذایي مینو ۱۱۵ افغانیو ته لوړه کړي. هغه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د استادانو د دویمې درجې تقدیرنامې او د روزنتونونو له مسوولینو سره د مرستې لپاره دې خپل وړاندیز ترتیب کړي.
جمهوررئیس وویل، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت سره دې خبرې وشي چې د علاوالدین روزنتون د ترانې ټیم ته د موزیک درس امکانات برابر شي، تر څو په ستره ملي برنامه کې خپلې ترانې ووایي.
جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې زموږ پاملرنه یوه ورځنۍ نه ده وویل، تاسې ټول زما لوڼې او بچیان یاست، هغه یتیم کوچنیان چې دولسم ټولګي ته رسېږي په خصوصي پوهنتونونو کې به ورته د تحصیلي بورسیو زمینه برابره شي او د پوهنتونو په لیلیو کې به هم د لومړیتوب حق ورکول کېږي.



تبصره وکړئ

avatar
t