خوشال سادات د اطفایې له ادارې لیدنه وکړه

خوشال سادات د اطفایې له ادارې لیدنه وکړه

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت له طبیعي پېښو سره د مبارزې او اور وژنې ریاست څخه د لیدنې پرمهال د یاد ریاست د ټولو منسوبینو دندې او لاسته راوړنې وستایلې او د منسوبینو په مسلکي ښوونه او روزنه یې کلک ټينګار وکړ او ویې ویل، د اور وژنې ریاست منسوبینو لپاره باید بېلابېل روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه برابر شي څو د اور وژنې او طبیعې پېښو سره د مبارزې په موخه لا نوې تجربې او معلومات ترلاسه کړي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال ارکان حرب خوشحال سعادت د اور وژنې ریاست د عملیاتي قطعې، د طبیعي پېښو سره د مبارزې او اور وژنې د تجهیزاتو، د یاد ریاست ورکشاپ، سپورټي جېمنازیم او کلینیک څخه هم لیدنه وکړه.
هېره دې نه وي چې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د کابل ښار څلورمې او لسمې امنیتي حوزو له احضاراتو څخه هم لیدنه وکړه.
ښاغلي سعادت د یادو امنیتي حوزو څخه د لیدونو پرمهال وویل، ډېر خوښ یم چې تاسې اتلانو د خپلو درنو مسوولیتونو له مخې د خپلو خلکو د خوندي امنیت په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې او د خلکو لپاره مو د ډاډمن امنیت زمینه برابره کړې.



تبصره وکړئ

avatar
t