ننګرهار والي د اختر دويمه ورځ په چپرهار ولسوالۍ کې سرتيرو سره ونمانځله

ننګرهار والي د اختر دويمه ورځ په چپرهار ولسوالۍ کې سرتيرو سره ونمانځله

ننګرهار والي شاه محمود مياخيل د ملي اردو څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي او د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولتزي په ملتيا د دې ولسوالۍ ډاګو سيمې ته ولاړ او هلته يې سرتيرو ته د اختر مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ميوه او نغدې پیسې د اختريزې ډالۍ په توګه ورکړل.
ننګرهار والي شاه محمود ميآخيل لومړی چپرهار ولسوالۍ کې د ملي اردو د ډاګو ټولي سرتيرو سره وکتل، هغوی ته يې د نيکمرغه کوچني اختر مبارکي وويله او د دوی د زړه ورتیا، وطنپالنې او ملي احساس څخه يې ستاينه وکړه، چې د اختر په ورځ د ولسونو سرومال ساتنې په موخه په سنګر کې شتون لري.
نوموړي يادو سرتیرو ته ميوه او نغدې پیسې د اختريرې ډالۍ په توګه ورکړل او د دوی له لوري د چمتو شوې نظامي قطعې، د سيمې امنيت ټینګښت او چمتووالي ستاينه يې وکړه.
هغه وويل، چې د افغانستان ملي پوځ او ټول امنيتي منسوبين د نظام او ولس وياړی دی او ټول يې ملاتړ کوي او سرتيرو ته يې لارښوونه وکړه، چې خپله دنده په پوره صداقت او ايماندارۍ مخته يوسي.
ننګرهار والي په داسې حال کې، چې په ډاګو سيمه کې يې د شاوخوا سيمو ليدنه کوله وويل، چې ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د بشپړ امنيت څخه برخمنه شي.
هغه په دې ولسوالۍ کې د سرتيرو د لوړ مرال ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې د ولسونو پر مټ به ډېر ژر چپرهار پر امنه ولسوالۍ شي، چې ولس به يې د ارام او سکون بشپړ احساس وکړي.
د څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازي او ولسوال محمد صديق دولتزي له ننګرهار والي مننه وکړه، چې دې ولسوالۍ ته يې د سفر په ترڅ کې امنيتي وضعيت له نږدې وليده او سرتيرو سره يې د کوچني اختر نمانځنه وکړه.
دوی ننګرهار والي ته په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي تدابيرو څخه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې سرتيري يې په پوره ميړانه د خپلو سيمو ساتنه کوي.
ننګرهار والي په ورته وخت کې د چپرهار ولسوالۍ مقام، امنې قوماندانۍ او بلابېلو څانګو څخه هم ليدنه وکړه، هلته يې سرتيرو ته د اختر مبارکۍ ويلو تر څنګ ميوه او نغدې افغانۍ ډالۍ کړې او د دوی د خدمت ستاينه يې وکړه.
هغه همدا راز د چپرهار ولسوالۍ بازار کې ولسي خلکو سره د کوچني اختر مبارکي وکړه او مننه يې ترې وکړه،چې د خپلې سيمې په امنيت کې امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي.



تبصره وکړئ

avatar
t