یو مهال جګړه او اوربند څه مانا؟

یو مهال جګړه او اوربند څه مانا؟

د اختر په ورځو کې د جګړو د ګراف راټیټېدلو ته ځینې حضرات (د طالبانو نا اعلان شوی اوربند) وایي. د خوښۍ ځای دی چې د اختر ورځې په څه نا څه نسبي امن کې تېرېږي. خو دا د نا اعلان شوي اوربند نوم نو په ځان ملنډې وهل دي.

دا نو څه مانا چې اوربند هم نه کوم، او جګړه هم نه کوم؟! جګړه خو یوازې دا نه ده چې ته پر ما ډز وکړه، زه پر تا. له دې جګړې د خلکو روحي سکون او د زړه ډاډ هم اغېزمن شوی. که مو د اختر په ورځ جګړې ته زړه نه کېدو، خو اوربند به مو اعلان کړی و، هم به خلکو روحاً او رواناً امن احساساوه، هم به تاسو یؤ دوه ورځې د ژوند په خوند پوه شوي وئ.

د اوربند اعلان یوازې یؤه قومانده نه ده چې تاسو یې خپلو جنګیالیو ته کوئ، د اوربند په اعلان سره هر افغان د یؤ څو ورځو لپاره د خپل ژوند ضمانت تر لاسه کوي، پر دې باوري کېږي چې څو ورځې به ټک نه اوري، زړه یې ډاډه وي او د امن احساس کوي.

چې لس ځلې جګړه ودروئ، خو چې د طرفینو لخوا د اوربند اعلان ونشي، د خلکو زړونو ته ډاډ او سکون نشئ ورکولی.

مسیح الله نوري


جګړه او اوربند
t