خوږیاڼو کې د کوچني اختر په مناسبت د واليبال سيالي شوه

خوږیاڼو کې د کوچني اختر په مناسبت د واليبال سيالي شوه

 

ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ د وزيرو په احمد خېلو سیمه کې ځوانانو ترمنځ د نيکمرغه کوچني اختر په مناسبت د واليبال سیالي تر سره شوه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې په دغه سیاليو کې څلورو ټيمونو برخه اخيستې وه، چې بريا د خوازه خيلو ټيم ترلاسه کړه.

د يادې سيالۍ ګډونوالو وويل، چې له دغې سيالۍ څخه يې موخه داوه ترڅو خلکو ته وښيي، چې په دې ولسوالۍ کې امن دی او د هرې سيمې ځوانان کولی شي، چې نورو سيمو ته د تفريح په موخه ولاړ شي.

هغوی همدا راز وويل، چې لوبې يې د کوچني اختر خوښي يو په دوه کړه او له امنيتي مسئولينو يې غوښتنه کړه، چې د دوی په سيمه کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو په موخه جدي هڅې تر سره کړي.

خوږیاڼي د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې نا امنۍ په کې خلک ډیر ځپلي، خو اوس وخت کې د محلي اردو او هلته د ډيرو سیمه ییزو پولیسو فعالیدو سره وضعیت ښه شوی او خلک په ارامه خپل ژوند مخته وړي.


والیبال سیالي،
t