میدان وردګ ته د دفاع وزیر سفر: د سولې اخري چانس له لاسه نه ورکوو

میدان وردګ ته د دفاع وزیر سفر: د سولې اخري چانس له لاسه نه ورکوو

 

ددغه ولایت د رسنیو دفتر وايي، لسګونو قومي مشرانو، سپین ږیږو او ځوانانو د یاد ولایت د ولسونو ستونزې او غوښتنې د ملي فاع وزیر اسدالله خالد، په افغانستان کې د ناټوغوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان سکاټ مېلر، په سویل ختیځ زون کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال کیو ین اډ مېرال او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورن جنرال دادان لونګ سره شریکې کړې.

د میدان وردګو والي ډګرجنرال مظفرالدین یمین په دې ناسته کې ویلي میدان وردګو ولایت د پلازمېنې کابل لوېدیځه روازه ده، مخالفین هڅه کوي له دې لارې کابل نا امنه کړي، د میدان وردګو ولایت امنیت او نا امني مستقیماً په کابل اغېز کوي، ولایت مو دويمه درجه دی، باید تشکیل یې هم د دويمې درجې ورکړل شي ، د لومړۍ او دويمې شاهرا د امنیت لپاره امنیتي او دفاعي ځواکونه تجهيزشي، محلي اردو ټولي، پنځمه لېوا همدارنګه هغه ژمنې چې مرکزي حکومت د میدان وردګو ولسونو سره کړې هغه د ورکړل او عملي شي.

ښاغلي یمین زیاته کړه:

«زموږ یو محروم ولس دی په هر ډول عملياتو کې باید د ملکي خلکو خونديتوب ته جدي پاملرنه وشي، د ولایتي ادارې او ولسونو غوښتنه دا ده، چې شپني عملیات د له ولایتي ادارې سره په همغږۍ ترسره شي، د ملکي خلکو خونديتوب او هوساينې ته جدي پام وکړي، ترڅو په شپینو عملياتو کې ملکي کسان و نه ځورول شي، دقیق عمليات تر سره شي، عامه ځایونو، جوماتونو، مدرسو او کورونو څخه د زيان اوښتو مخنیوی وشي.»

سرچینه زیاتوي: ولسونو په استازولۍ د ولایتي شوا غړي عبدالوحید کبر زوی، په ولسي جرګه کې د خلکو استازو حاجي محمد نعیم وردګ، حاجي عبدالرحمن وردګ، مهدي راسخ، وردګو قومي شورا رییس انجنیر سیدالرحيم ستاراو مومین ملاخیل په خپلو خبرو کې وویل چې سوله امنیت تضمینوي، ولسونه له جنګه ستړي دي، ولسونه داسې یوه باعزته سوله غواړي، چې زموږ اسلامي، فرهنکي او افغاني ارزښتونه پکې خوندي وي، جنګ د ستونز د حل لاره نده، په دې خاوره کې وینه زموږ تويږي د بدمرغیو قربانیان موږ یو نو بهرنيان د په سولې راوستو کې خپله رښتينولي ثابته کړي، د ملکي خلکو خونديتوب او هوساينې ته جدي پام وکړي، د ولس استازو ټينګار وکړ، چې شپني عمليات له ولایتي ادارې سره په همغږي تر سره شي.

د دفاع وزیر ښاغلي خالد میدان وردګ یو مهم او ستراتیژیک ولایت ګڼلی.

ده ویلي؛ په پوره توان د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو همایت به کوو.

نوموړي زیاته کړه:

«هغه ژمنې چې له یاد ولایت سره شوې هغه به عملي کیږي، پلان لرو چې شپني عملیات له ولایتي ادارې سره په همغږۍ سره ترسره شي که په عملیاتو له امنیتي ځواکونو نه ملکي خلکو ته زیان رسېدلی وي بښنه غواړو.»

خالد وړاندې ویلي:

«موږ هم هڅه کوو، د سولې اخیري چانس چې په نړېواله کچه په لاس راغلي له لاسه ورنکړو، یوې باعزته او تل پاتې سولې ته په هره لحظه اماده یو.»

همدا رنګه ښاغلي خالد ولسونو ته د ولسوالیو او په ټوله کې یې د یاد ولایت د امنیت ډاډ هم ورکړ، چې په راتلوونکي کې به یو امن لرونکی ولایت ولرئ.

باید وویل شي چې له دې وړاندې د ملي دفاع وزیر د بګرام د ځانګړو قطاتو هم لیدنه کړې وه.

همداراز شا اونۍ وړاندې هم ځینو بهرنیو پوځي مشرانو سره د افغان سرتیرو سره یوځای دغلته ولایت ته سفر کړی و، چې له خلکو سره یې پر ځینو مسایلو خبرې کړې وې.

 


راپور، دفاع وزیر، وردګ
t