په پنجوائي اولسوالۍ کي دسولې په نوم دکرکیټ ټورنمیټ پېل سو

په پنجوائي اولسوالۍ کي دسولې په نوم دکرکیټ ټورنمیټ پېل سو

یاد ټورنمینټ پرون دکو چني آختر په درېیم ورځ په پنجوائي اولسوالۍ کي د۲۴ لوبډلو ترمنڅ پېل سو،چي پکښي دکندهار ښار او ولسوالیو بیلا بیلې لوبډلې ګډون پکښي کوي او۱۵ ورځې به دوام وکړی.
دیاد ټورنمینټ لوبې دآختر په ټولو ورځو او ترآختر وروسته به یوازي دجمعې په ورځ وې دټورنمینټ دمسؤلینو په وينا چي دیاد ټورنمینټ څخه یې هدف دمحلي کرکیټ ودې ترڅنګه خلګوته دسولې پیغام ورکول دي.

دایوځل نه دي چي په پنجوائي اولسوالیو کې داسې ټورنمینټونه جوړیږي بلکي هرکال داسي ټورنمینټونه په بیلا بیلو نومونو جوړیږي هېره دي نه وې چا یاد ټورنمینټ په کندهار کې دپیوند مدني ټولني او په پنجوائي کې دځوانانو شورا دسپورټ کمیټې دمسؤلینو لخوا جوړسوېدی چي مشرې یې دیادو کمیټو دمسؤل زمري آکبري لخوا ترسره کیږي.
قدرت الله عابد



کرکټ،پنجوايي
t