نن افغان فوټبال لوبډله د تاجکستان سره لوبیږي

نن افغان فوټبال لوبډله د تاجکستان سره لوبیږي

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن جمعه د تاجکستان د فوټبال ملي لوبډلي سره یوه دوستانه سیالي ترسره کوي.

د افغانستان د فوټبال فدارسیون چارواکي وايي، چي دا لوبه د تاجکستان په کوربتوب د یاد هیواد دوشنبې ښار په پامیر فوټبال لوبغالي کي ترسره کیږي.

د دوی په خبره، چي دا لوبه به د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل سي.

افغان لوبډله د یادي سیالۍ په موخه تاجکستان ته رسېدلې او هلته ئې تمرینونه پيل کړي دي.

دوې اونۍ مخکي افغان فوټبال فدارسیون دې لوبي ته د ۲۲ لوبغاړو لیست خپور کړ، چي په دې لیست کي دوه ګول ساتونکي فیصل حمیدي او احمد حلال حیسني دي، خو پاته ۲۰ لوبغاړي بیا داوید نجم، فرزاد عطایی، ذوالفقار نظري، هارون امیري، مرتضی رضایي، محبوب حنفي، بینامین نجم، نجیم حیدري، شریف محمد، فیصل شایسته، نورالله امیري، آدم نجم، یارمحمد ذکرخیل، مصطفی ځاځی، جبارشرزه، عمران حیدري، فرید سادات، نورحسین، فرشاد نور او محمد نعیم رحیمي شامل دي.

د دوی په خبره، چي په دې لیست کي ۵ لوبغاړي د داخلي لیګونو ټاکل سوي.

صابر حمیدي



ورزش، فوټبال
t