خدای دي موږ ځیني ساتي

خدای دي موږ ځیني ساتي

د امریکا په نورت کلورینا ایالت کي د یوې سیمي برق قطع سوی و، کله چي د دې سیمي برقیان د دې ستونزي د حل کولو په خاطر د برقي خادي بکس خلاص کړ، نو یو ډېر عجيب حال ئې ولیدی. برقیانو ولیدل چي په برقي بکس کي دوه لوی لوی ماران بند او مړه پاته وو. دا ماران چي د جسم له لحاظه ډېر غټ غټ وو، د برقي بکس د سوریو له لاري دې بکس ته ننوتلي وو.

 له دغو برقيانو څخه يو وايي چي یوه مار چي پر برقي لینونو راپېچل سوی و د برق یو تار ئې په غاښ کړی دی او بدن ئې درې ټوتې سوی او دويم مار بیا د لومړي مار لکۍ په غاښ کړې او ښایي هغه له همدې وجهي مړ سوی وي، چي په تصویر کي ښه واضح معلومېږي. د برقیانو مشر وايي چي دلته هر کال دوی داسي حادثې ویني خو دوی تر اوسه دومره لوی لوی ماران نه وو لیدلي. ده خلګو ته خبرداری ورکړ چي که دومره لوی لوی ماران کولای سي دومره کوچني بکسونو ته ننوزي نو دوی هر ځای ته تللای سي او وايي چي د سیمي اوسېدونکي باید ډېر اګاه واوسي.

 



هر اړخيز او معلوماتي
t