له غوماشو څخه د ځان ساتلو لاري چاري

له غوماشو څخه د ځان ساتلو لاري چاري

څنګه چي غوماشي د ورځي په پرتله د شپې ډېر چیچل کوي، نو په همدې ډول له غوماشو څخه د ځان ساتلو له پاره باید ځیني کړني تر سره کړو، تر څو صحت مو خوندي وي او د غوماشو له ناوړه ناروغیو څخه مو ځان ساتلی وي.

۱، په کورونو کي له پشه خانو څخه استفاده وکړئ:

له غوماشو څخه د ځان ساتلو یوه تر ټولو پخوانۍ طریقه هم د پشه خانې څخه استفاده کول دي. دا ډول پشه خانې په هغه اندازه سوري لري چي د هوا حرکت په ډېر هوسايي سره په کښي کېږي، خو له غوماشو او داسي نورو حشراتو څخه چي چیچل کوي له هغو څخه مو ساتي. دا ډول پشه خانې په کورونو کي ډېري مهمي دي په خاص ډول د کوچنيانو له پاره، ځکه کوچنيان ډېر ژر ځني ناروغه کېږي او د خوب کولو پر وخت ډېر ورته مهم دي.

په کورونو او په خاص ډول خونو کي باید ټول د خوني کلکينان داسي وي چي د هوا حرکت په کښې جاري وي، د دې له پاره چي غوماشي حرکت په کښې و نه کړي.

۲، د غوماشو ضد کریم: د غوماشو ضد کريم هغه کېمیاوي مواد دي چي غوماشي ستاسو له بدن څخه لېري ساتي. دا ډول کریمونه د ساعتونو ساعتونو له پاره ستاسي بدن د غوماشو له چیچلو څخه ساتي. د دې له پاره چي ووایو چي آیا دا ډول کریمونه استعمالول زموږ صحت ته تاوان کوي او که نه؟

د دې کریمانو تاثیر د انسان پر بدن په هغه وخت کي کېږي چي غلط استعمال ئې وکړي. دا ډول کریمونه باید د بدن پر خوږ ځای و نه وهل سي، له خولې او سترګو څخه بايد ډېر لېري ووهل سي او هغه کوچنیان چي عمر ئې ډېر کم وي، له هغو څخه دي لېري کړل سي.

دا ډول کریمونه اوس مهال په بېلابېلو ډولونو تر لاسه کېږي. د دې له پاره چي دا کريمونه مو صحت ته تاوان و نه رسوي، دا مهمه ده چي هر هغه کریم چي په کورونو کي د غوماشو د چیچلو پر ضد استعمالوئ، نو هم هغه کریم باید له ډاکټر سره شریک کړئ او د ډاکټر په مشوره ئې استعمال کړئ. تاسي ته بايد معلومه وي چي په دې کریم کي کوم ډول مواد استعمال سوي دي او څنګه ئې باید استعمال کړو.

که مو غوماشي وچیچي، نو څه بايد وکړو؟

کله چي د غوماشو په واسطه وچیچل سئ، نو په هغه وخت کي ستاسي بدن ډېر خارش کوي او ډېر ناآرامه کېږئ.

د دې ډول خارش د له منځه وړلو له پاره څېړونکو طبيعي درمل په نښه کړي، د هغو له جملې څخه د لېمو استعمال دي.

لېمو په خپل ځان کي د (Antibacteria) د باکټریا ضد مواد لري، نو د لېمو په استعمال سره مو د بدن خارش له منځه ځي.

بادرنګ: بادرنګ هم کولای سي چي په داسي حالت کي زموږ د بدن کا آرامه کړي.

د خوړلو سوډا: کله چي د خوړلو سوډا په اوبو کي واچوئ، نو وروسته ئې پر خپل بدن واچوئ، دا هم د بدن کا آراموي او همدا راز د مچیو عسل هم ګتور تمامېږي.

 

 



هر اړخيز او معلوماتي
t