د سولي او یووالي په نوم د ( ۷۲ ) کرکټ لوبډلو تر منځ د ټیپ بال سیالۍ پیل سوې

د سولي او یووالي په نوم د ( ۷۲ ) کرکټ لوبډلو تر منځ د ټیپ بال سیالۍ پیل سوې

دغه سیالۍ به په درو بیلابیلو کرکټ لوبغالو کي تر سره سي ، یو لوبغالۍ د نوي عیدګاه څنګ ته او دوه نور یې په عینومینه کي دي .

یاد ټورنمینټ به ( ۱۵) ورځي دوام وکړي چي د اختر تر لسمي ورځي پوری به هره ورځ او د هغه وروسته به د جمعي په ورځ لوبي ترسره کیږی ،

هره ورځ به ( ۱۲ ) لوبي ترسره کیږي ، ددې ټورنمنټ څخه مو هدف سولي او یووالي ته خلګ بلل، اتفاق، اتحاد، دنشیې توکو پر ضد مبارزه کول او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

باید وویل شي چې یادي سیالۍ د پیوند مدني ټولني لخوا جوړي سوي دي.

صابر حمیدي



ورزش، سیالۍ
t