ننګرهاروالي د کوزکونړ په کرکټ سیالیو کې ګډون وکړ

ننګرهاروالي د کوزکونړ په کرکټ سیالیو کې ګډون وکړ

ننګرهار والي شاه محمود مياخیل پرون د کوز کونړ ولسوالۍ بر کاشکوټ سيمې ته ولاړ او هلته يې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت د کرکټ په پيل شويو سیاليو ګډون وکړ او د يادې سيالۍ ښه تر سره کېدو او ځوانانو تشويق په موخه نغدي مرسته وکړه.

نوموړي ځوانانو ته د کوچني اختر مبارکي وويله او خوښي يې وښوده، چې ځوانان ورزش او خپلواکۍ سره لېوالتيا لري او د هېواد سلمې کاليزې په مناسبت يې د کرکټ سيالۍ پيل کړي.

ده زياته کړه، په تېرو څلويښتو کالونو کې ځينې تېروتنې شوي، چې له امله يې هېوادوال ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي او ځوانانو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د خپل هېواد په جوړولو کې هر اړخيزې هڅې تر سره کړي.

هغه همدا راز له ځوانانو غوښتنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې د تخريبي کړنو مخنيوی وکړي او حکومت سره په ټولو قانوني برخو کې همکاري وکړي، ترڅو امن او ثبات او په ټولو برخو کې پرمختګ رامنځته شي.

ننګرهار والي ځوانان ورزش ته وهڅول، د يادو سياليو ښه تر سره کېدو په موخه يې ور سره نغدي مرسته وکړه او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې تل په خپلو منځونو کې سالم رقابت وکړي.

ځوانانو ننګرهار والي ته حکومت سره په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او همدا راز د بر کاشکوټ سړک د اسفالت کېدو، د يادې سيمې د لوی پُل جوړيدو او يو شمېر نورو برخو کې وړانديزونه وکړل، چې ننګرهار والي له لوري ورته د يادو ستونزو په حل کې ډاډ ورکړل شو.




t