د ښځينه وو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام پیل سو

د ښځينه وو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام پیل سو

د ۲۰۱۹م کال د ښځینه وو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام تیره شپه د فرانسې په کوربتوب د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پيل سو، چي د راتلونکي جولای میاشتي تر ۷مي نېټي پوري دوام کوي.

د ښځينه وو ترمنځ د فوټبال په دې نړیوال جام کي ګډونوال ۲۴ هیوادونه فرانسه، نایجریا، کوریا، ناروې، چین، جرمني، سویلي افریقا، هسپانیا، آسټرالیا، برازیل، ایټالیا، جیمیکا، آرجنټاین، انګلستان، جاپان، سکاټلینډ، کېمرون، کاناډا، ندرلېنډ، نیوزیلېنډ، چیلي، سویډن، ټایلېنډ او امریکا دي.

دا ګډونوالي لوبډلي په ۶ ګروپونو ویشل سوي، چي د هر ګروپ څخه دوه مخکښ هیوادونه دوهم پړاو ته لاره پيداکوي.

ددې ټورنمنټ په لومړۍ لوبه کي تیره شپه کوربه فرانسې ـ جنوبي کوریا ته ۴ ګولونه پر ۰ سخته ماته ورکړه.

ددې جام په دوهمه لوبه کي نن ناروې د نایجریا سره لوبیږي.

صابر حمیدي



ورزش، فوټبال
t