په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/شپږ ویشتمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/شپږ ویشتمه – برخه

د مهدي بن ابوجعفر منصور له مړینی وروسته موسی هادي بن مهدي د خلافت پر تخت ډه ډه ووهله خو دا څنګه؟
خلیفه مهدي غوښتل چې خپل زامن خپل ځای ناستي کړي او د پلار (منصور) لخوا تپل شوی ولیعهد عیسی بن موسی له ولیعهدی وشړي، خو نوموړی حاضر نه و چې له ځای ناستی لاس په سر شي.
وروسته له ډیرو خبرو اترو عیسی بن موسی احساس کړ چې خلیفه د نوموړی د لیری کولو پخه اراده لري، هم یې مخالفین په دربار کې کافي ډیر دي نو کیدای شي سر وبایلي بنآ یوی معاملی ته حاضر شو چې د لسو میلیونو درهمو په بدل کې له ولیعهدی لاس پرسر شي.
کله چې دا ستونزه حل شو خلیفه خپل مشر ځوی موسی هادي لمړی ولیعهد او هارون دویم ولیعهد وټاکل.
خو د عمر په وروستیو ورځو کې کورني سیاسي فشارونه خلیفه دی ته اړ کړو چې په ولیعهدینو کې تبدیلی راوړی هارون مخکی او موسی ورپسی کړي.
خو موسی هادي چې د ګرګان په جګړه بوخت وه د خپل پلار دا پریکړه یې ونه منله خلیفه ورپسی هلته د تلو اراده وکړه چې په ماسبندان نومي سیمه کې ومړ. دا پیښه مقدمو او موخرو مورخینو نیږی په یوه خوله تائید کړی. اما د مرګ د څرنګوالي په اړه نظریات سره توپیر لري.
ځینو د یعقوبي په تاریخ اکتفا کړی چې وایي د هوسیو د ښکار په جریان کې مړ شوی او ځینو د طبري یاداشتونو کافي بللی او لیکي چې په زهرو وژل شوی.
شیعه ماخذونه هم د دا دواړه کیسی تائیدوي خو وروستي علت ته ترجع ورکوي او داسی لیکي:
مهدي د حسنا په نامه یوه وینزه درلود چې خلیفه مهدي ته د نیږدی کیدو پر سر یې د نورو وینزو سره سیالي کوله. نوموړي وینزی دوه ناکونه(میوه)زهرجنی کړی چې سیاله وینزه یې وخوري او مړه شي خو سیالی وینزی اخلاص وکړ او پر زهرو ککړ ناکونه خلیفه ته راوړ چې نوموړی(مهدي خلیفه) یې له خوړلو ومړ.
نو کله چې خلیفه مړ شو حسنا یې پر جسد دا جمله وویل:
ما غوښتله چې یوازی زما شی خو ته مړ شوی.
کیدایشي لدی علتونو څخه به یو علت سم وي خو نوموړی خلیفه پداسی سیمه کې مړشوی چې د موسی هادي متابعین پکې ډیر و او هم د ولیعهدی د بدلون مخالفین هم کافي ډیر و نو قرائین دا په ګوته کوي چې دلته د سیاسي توطیی احتمال شتون ولري.
په ۱۶۹ موسی د خلافت تحلیف ترسره کړه خو پدی کې هم اختلاف شته چې موسی هادي له خلکو چیرته بیعت آخیستی پدی اړه اردو ژبی مورخ ندوي دوه روایتونه ذکر کړي:
یو روایت دا وایي چې د هارون او یحیی برمکي په وسیله د خلافت مهر او امسا موسی هادي ته سپارل شوی او هماغلته د بیعت مسله خلاصه شوی.
دویم روایت وایي چې کله موسی هادي بغداد ته راغی هدلته بیعت واخیستل شو.
انڅور د خلیفه هادي د وخت دوه سکې(درهم)

اکبر شیر


اسلامي خلافت
t