ننګرهار: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې تقویتي پروسه پیل شوه

ننګرهار: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې تقویتي پروسه پیل شوه

 

چارواکي وایي، د ننګرهار مرکز او ولسوالیو په ۲۶ محلونو کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو په موخه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې تقویتې پروسه پیل کړه،چې د پروسې لپاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او په شرایطو برابر کسان په ډاډمن ډول نوم لیکنه کولای شي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ددې پروسې د پیل په موخه د جلال اباد ښار په عبدالوکیل لیسه کې مراسم نیول شوي وو، چې په کې ننګرهار والي، سرحدي او عامه نظم ځواکونو قوماندانانو، ملي اردو، ملي امنیت او یو شمیر نورو منسوبینو، ولایتي شورا غړو، ټاکنو خپلواک کمیسون او یو شمیر ادارو رئیسانو،مدني فعالانو او رسنیو استازو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وویل،د نوم لیکنې پروسې د ترسره کېدو په موخه یې په مرکز او ولسوالیو کې د ځآنګړي پلان له مخې امنیتي تدابیر نیولي او په شرایطو برابر کسانو څخه یې وغوښتل،چې په ډاډمن ډول د رایې کارونې په موخه نوم لیکنه وکړي .

نوموړي زیاته کړه، د ولسمشر په لارښوونه یې په مرکز او ولسوالیو کې ټولو دولتي کارکوونکو او امنیتي منسوبنیو ته امر کړی،چې د ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې ټاکنو خپلواک کمیسون سره د مرستې سربېره له هر ډول مداخلې څخه ډډه وکړي .

هغه د ټاکنو خپلواک او شکایتونو اوریدو کمیسونونو،ټاکنو د څآر ادارې، سیاسي حزبونو،ولسونو،رسنیو او نورو ټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ،چې د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه همکاري وکړي .

ښاغلی میاخیل وایي، یو باثباته افغانستان لپاره د ټولو مسؤلیت دی،چې د ولسمشریزو ټاکنو په ملي پروسه کې په لیوالتیا سره ونډه واخلي او له دې لارې د ټوپک زور مات او د رایې زور وکاروي .

د ننګرهار د ټولټاکنو خپلواک کمیسون رئیس ذبیح الله وګړی وایي، په دې ولایت کې د نوم لیکنې ۲۸ مرکزونه فعال کړي،چې ۲۲ یې په ولسوالیو او ۶ یې د جلال اباد ښار په ۶ ناحیو کې شتون لري،د ښځینه مرکزونو لپاره یې ښځینه کارکوونکي ګمارلي دي .

هغه وایي، یاد مرکزونه چې له نن څخه یې په فعالیت پیل وکړ، د سرطان تر اتمې نیټې پورې به د اونۍ اووه ورځې د سهار له اوو څخه د مازیګر تر څلور بجو پورې پرانیستي وساتل شي .

د وګړي په وینا هغه کسان چې اوس یې عمر اتلس کالو ته رسیدلی وي،تازه له کډوالۍ را ستنون شوی وي،تذکره یې ورکه شوي وي،د رایې ورکوونکو فهرست کې نومونه غلط ثبت شوي وو،د تابیعت تذکره یې تخریب شوي وي،د رایې ورکوونې مرکز کې تغیر راوړي،کولای شي،چې په اوسنیو پرانیستل شوو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړي.

د ټاکنو کمیسون رئیس وایي، د شیرزادو ولسوالۍ سربېره یې ټولو ولسوالیو ته پنځّ ورځې وړاندې د نوم لیکنې مواد او کارکوونکي لیږلي او د نظامي شورا سره په همغږۍ به د رایې ورکونې لپاره په هغو سیمو کې هم محلونه زیات کړي،چې په کې امنیتي ساحه پراخه شوې ده .

د ولایتي شورا منشي حمیرا رفیع او دیني عالم مولوي جلال ابادي بیا له خلکو په ځانګړي ډول میرمنو څخه وغوښتل، چې په یاده پروسه کې ونډه واخلي او د روښانه افغانستان لپاره په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړي.

دوی هم د درغلیو په مخنیوي او خلکو ته په ټاکنیزه برخه کې په عامه پوهاوي ترسره کېدو ټینګار وکړ.


راپور
t