د کرېکټ نړيوال جام؛ د افغان کرېکټ لوبډله نن له نيوزيلنډ سره مخامخ کېږي

د کرېکټ نړيوال جام؛ د افغان کرېکټ لوبډله نن له نيوزيلنډ سره مخامخ کېږي

د کرېکټ په ۲۰۱۹ نړيوال جام کې نن افغان کرېکټ لوبډله خپله دريمه لوبه له نيوزيلنډ سره کوي.

ټاکل شوې لوبه د افغانستان پر وخت ۵ بجې پيل شي.

دا په روان جام کې د افغان کرېکټ دريمه لوبه ده.

تېره لوبه افغان لوبډلې وبايلله. د نن لوبې ته افغانان هيله من دي چې بری د افغانستان په برخه شي.

په نننۍ لوبه کې تېز توپ وهونکی شهزاد محمدي هم نشته او پر ځای به يې اکرام علي خېل ولوبيږي.




t