د کرېکټ نړيوال جام؛ افغانستان درېيمه لوبه هم وبايلله

د کرېکټ نړيوال جام؛ افغانستان درېيمه لوبه هم وبايلله

په نړيوال جام کې د افغانستان په دريمه لوبه کې نيوزيلنډۍ لوبډلې افغان لوبډلې ته په ۷ ويکټو ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

افغانستان د نړيوال جام دریمه لوبه له نيوزيلنډ سره وکړه. د لوبې پچه نيوزيلنډ وګټله او افغانستان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

«د افغان لوبډلې له خوا حضرت الله ځاځی او نور علي ځدراڼ توپوهنې ته راووتل او دواړو په ګډه ښه ملګرتیا پيل کړه. دواړو د افغانستان منډې ۶۶ ته ورسولې چې دغه مهال ځاځي د نيشام د توپ وهلو هڅه وکړه او د مونرو له خوا يې کېچ ونيول شو. هغه ۳۴ منډې کړې وې چې خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه. همدا راز نور علي ځدراڼ دويم لوبغاړی و چې د فيرګوسن په توپ يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه او ۳۱ منډې يې کړې وې، تر دوی وروسته رحمت شاه دريم لوبغاړی و چې د افغانستان په ۶۶ مجموعي منډو يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه. رحمت شاه هېڅ منډه ونکړه.»

حشمت الله شهيدي او ګلبدین نایب منډې ۱۰۵ ته ورسولې چې ګلبدین نايب هم خپله ويکټه له لاسه ورکړه. د شهيدي ملګرتیا ته محمد نبي راغی خو هغه هم ونه شو کولای چې ډېرې منډې وکړي او ۹ منډې يې کړې وې چې وسوځېده. نجیب الله ځدراڼ بل لوبغاړی و چې يوازې ۴ منډې يې کړې وې چې خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه.

تر نجیب وروسته اکرام عليخېل د شهيدي ملګرتیا ته راغی او که څه هم نوموړي ډېرې منډې ونکړې، خو د شهيدي سره يې ملګرتيا وکړه او د افغانستان مجموعي منډې ۱۳۰ ته ورسېدې چې اکرام هم بېرته پويلين ته لاړ.

ورپسې راشد خان راغی خو هغه هم خپله ويکټه ژر له لاسه ورکړه. افتاب عالم بيا له شهيدي سره په ګډه منډې ۱۴۷ ته ورسولې چې خپله ويکټه يې له لاسه ورکړه. هغه ۱۴ منډې کړې وې. وروستی لوبغاړی حشمت الله شهيدي و چې وسوځېده، هغه ۵۹ منډې کړې وې.

د نيوزيلنډ له خوا نيشام ۵ او فيرګوسن ۴ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۱.۱ اورونو کې ۱۷۲ منډې وکړې او د نيوزيلنډ لوبډلې ته يې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.

د ياد هدف پوره کولو لپاره د نيوزيلنډ له خوا نه مارټن ګپټيل او کولن مونرو توپوهنې ته راووتل، خو افتاب عالم د لومړي اور په لومړي توپ ګپټيل وسوځاوه او بې د کومې منډې يې د نيوزيلنډ لومړۍ ويکټه واخيسته. ګپټيل د افتاب په توپ نجیب الله ځدراڼ کيچ کړ.

د نيوزيلنډ دويم لوبغاړی کولن مونرو و چې د افتاب عالم د توپ وهلو هڅه يې وکړه او حمید حسن يې کېچ ونیوه، د نيوزيلنډ دويم لوبغاړی په مجموعي ۴۱ منډو وسوځېده.

تر دوی وروسته کين ویلیمسن او راس ټېلر په ګډه د نيوزيلنډ منډې ۱۳۰ ته ورسولې چې افتاب عالم دريمه ويکټه هم ترلاسه کړه او راس ټېلر يې پويلين ته ولېږه.

کين ويليمسین ۷۹ ناسوځېدلې او راس ټېلر ۴۸ منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

افتاب عالم بيا درې لوبغاړي وسوځول.

نيوزيلنډ ياد هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۲.۱ اورونو کې پوره کړ او په ۷ ويکټو يې بريا خپله کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نيشام ته ورکړل شوه.

د يادونې وړ ده چې د توپوهنې پر مهال راشد خان د فیرګوسن په توپ په سر ولګېده، چې په احتیاطي ډول له پاتې لوبې کېنول شو او نوموړي توپ اچوونه ترسره نکړه.

ياده دې وي چې افغانستان به خپله څلورمه لوبه د سويلي افريقا سره د جون په ۱۵مه نېټه په کارډف کې ترسره کوي.




t