نايب: د راشد خان روغتيايي وضعيت اوس ښه دی

نايب: د راشد خان روغتيايي وضعيت اوس ښه دی

د افغان کرېکټ لوبډلې مشر ګلبدين نايب وايي، راشد خان چې پرون له نيوزيلنډ سره لوبه کې ژوبل شوی وو اوس يې روغتيايي حالت ښه دی.

راشد خان چې نوميالی افغان توپ اچوونکی دی پرون د کرېکټ نړيوال جام سياليو کې له نيوزيلنډ سره لوبه کې پر سر ولګېد.

هغه مهال نوموړی له لوبې بهر کړی شو.

ګلبدين نايب وايي، د راشد خان روغتيايي حالت ښه دی او راتلونکې لوبه کې به ګډون هم وکړي.

راشد خان د ډاکتر په سپارښتنه توپ اچونه ونه کړه.




t