له نیوزیلینډ تر ماتې خوړلو وروسته د افغان لوبډلمشر مطبوعاتي کنفرانس

له نیوزیلینډ تر ماتې خوړلو وروسته د افغان لوبډلمشر مطبوعاتي کنفرانس

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ګلبدین نایب د نیوزیلېنډ په وړاندي تر ماتي خوړلو وروسته مطبوعاتي کنفرانس ورکړ، چي یو لړ مهیمي خبري ئې موږ دلته راخیستي دي:

۱: هغه لوبي چي موږ وبایللې هغه د توپ وهني په برخه کي موږ ځني نیمګړتیاوي درلودې، د نیوزیلېنډ په وړاندي په سر کي موږ یوه ښه شروع درلوده، خو وروسته موږ د شاټو وهلو هڅه کوله نو له دې کبله موږ په ۵۰ آورونو کي ۱۰ آورونه مس کړه او له دې کبله موږ خپله لوبه وبایلله.

۲: زموږ د بیټینګ مثبت اړخ په پرونۍ لوبه کي د حضرت الله ځاځي او نورعلي ځدران وو، چي هغوی زموږ لپاره ښه پيل وکړ او په بالینګ کي بیا افتاب عالم او حمیدحسن زموږ لپاره ښه لوبه وکړه.

۳: زه د خپل د ټیم په اړه پوهیږم زموږ د ټیم ټول لوبغاړي ډېره سخته لوبه کوي او موږ باید په راتلونکي کي ښه لوبه ترسره کړو او ښې لاسته راوړني ولرو.

۴: تیر کال موږ ډېري ښې لوبي وکړې، زه په دې ډاډه یم چي راتلونکي کي به هم د تیرو کلنو په څېر ښې لوبي وکړو.

۵: راشدخان ډېر د پام وړ موضوع نده هغه لږ څه د سر درد لري او ډېر ژر به ان شاالله بیرته راتلونکي لوبي ته راستون سي.

۶: زموږ لپاره پکاره ده، چي ټول ۵۰ آورونه ولوبوو او هر څه چي موږ غواړو هغه نه کیږي او زموږ لوبغاړي هم سل په سل کي هڅه کوي او هیڅ څوک نه غواړي چي لوبه دي وبایلي.

که چیري موږ په راتلونکي لوبه کي یو ښه پيل ولرو نو دا به زموږ لپاره ډېر ښه وي.

۷: شهزاد محمدي زموږ لپاره ډېر ښه وو او زموږ لپاره ډېر ګټور تمامیدای سوای، خو د یوې داسي ناڅاپي ستونزي سره مخ سو، چي د هغه د لوبېدو امکان نه وو.

ان شاالله شهزاد به ډېر ژر جوړ سي او زموږ سره به برخه واخلي.

اوس موږ د هغه پر ځای ځوان ویکیټ ساتونکی راوستلی، چي هغه هم ډېري ښې لوبي کوي.

صابر حمیدي



له نیوزیلنډ ماته، کنفرانس
t