دهالیووډ هغه فلمونه؛ چي ډېره ګټه یي کړي ده

دهالیووډ هغه فلمونه؛ چي ډېره ګټه یي کړي ده

فلمونه چي د تفریح او ساعتېري یوه ښه ذریعه بلل کېږي، د وروستیو څو لسیزو په لړ کي یي ميلیونونو وګړو ته د کار زمینه هم برابره کړې ده او هر کال پر فلمي صنعت کروړونه ډالر پانګونه کېږي.

نن درته هغه فلمونه در پېژنو چي په نړیواله سطحه یې تر نورو فلمونو ډېر ګټور تمام سوي او خلکو ډېر زیات خوښ کړي دي.

لومړی د هالیووډ ساینس فيکشن (اواتار) فلم ديچي په ۲۰۱۰مېلادي کال کي پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې سو چي ۲٫۷ میلیارډه ډالره یې وګټل او لا هم مخ پر وړاندې روان دی. په یاد فلم کي د هالیووډ سېنما نامتو ستورو زویي سلډانا، سیم ورتنګټن او سټیفن لینګ سمیت مرکزي رول لوبولی دی.

په دویم پړاوکي (اوينجرز اینډ ګيم) دی په باکس افېس کي بریالی روان دی، دا فلم تر دې مهاله هم لویانو او هم ماشومانو ډېر خوښ کړی دی چې تر اوسه یې ۲٫۵ میلیارډه ډالره ګټلي دي.

په درېیم قدم کي (ټايي ټینګ) فلم دی چي په ۱۹۹۷مېلادي کال کې ریلیز شوی او ۲٫۱۸ میلیارډه ډالره ګټه یې کړې ده. همدا راز، (سټار وارز، دی فوررس)، (اوينجرز، اينفنیټي وار)، (جراسک ولډ) او (دې اوینجرز فیوریس) په تر تیب سره ۲٫۰۶ ميلیونه، ۲٫۰۴ ميلیونه، ۱٫۶۷ مېلیونه، ۱٫۵ میلیارډه ډالره ګټه کړې ده.

همدا راز، (سټار وارز، دی فوررس)، (اوينجرز، اينفنیټي وار)، (جراسک ولډ) او (دې اوینجرز فیوریس) په تر تیب سره ۲٫۰۶ ميلیونه، ۲٫۰۴ ميلیونه، ۱٫۶۷ مېلیونه، ۱٫۵ میلیارډه ډالره ګټه کړې ده.

پورته فلمونه د هالیووډ په تاریخ د تر ټولو زیاتي ګټي کولو فلمونه دي چي د زیاتو خلکو خوښ سوي او هم يي د لیدلو لپاره سېنماګانو ته ورغلي دي او لا هم ځیني د ګټي کولو په حال کي دي.


فلمي نړۍ هالیووډ
t