افغان ۲۰ کلنه فوټسال لوبډله ایران ته ولاړه

افغان ۲۰ کلنه فوټسال لوبډله ایران ته ولاړه

د مسئولینو په خبره د افغانستان د فوټسال ۲۰ کلنه ملي لوبډله د ۲۰ کلنو ترمنځ په آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه تیره ورځ ایران هیواد ته ولاړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، چي په دې سیالیو کي به افغانستان د رواني جوزا میاشتي په ۲۵تمه او ۲۶تمه د هانګانګ او ایران فوټسال لوبډلو سره په ګروپي سیالیو کي ولوبیږي.

د دوی په خبره، چي د فوټسال افغان ملي لوبډله دې سیالیو ته د تیرو ۲۰ ورځو راهیسي تمرینونه ترسره کړي دي او دې سیالیو ته پوره چمتوالی لري.

تیر کال دې سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه افغان فوټسال ۲۰ کلني لوبډلي ښې لوبي ترسره کړې او وئې کولای سول، چي دې لوبو ته لاره پيداکړي.

په هغه ټورنمنټ کي افغانستان درې سیالۍ ترسره کړې، چي ترکمنستان او تاجکستان ته ئې ماته ورکړه، خو د ایران څخه ئې بیا ماته وخوړه.

د ۲۰۱۹م کال ۲۰ کلنو لوبغاړو ترمنځ په دې آسیايي سیالیو کي د افغانستان په ګډون ۱۲ لوبډلي ګډون لري، چي افغانستان به د لومړي ځل لپاره پکښي برخه واخلي.

صابر حمیدي

 



ورزش، فوټسال
t