کرکټ بورډ د محمد شهزاد د پښې د درد اصلي روغتیايي راپور خپور کړ

کرکټ بورډ د محمد شهزاد د پښې د درد اصلي روغتیايي راپور خپور کړ

د افغانستان کرکټ بورډ په تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ملي لوبغاړی محمد شهزاد د ناروغۍ او د پښې ټپ له امله له لوبډلې ایستل شوی دی چې په اړه یې د وېسټا ډایګنوزټکس د درملنې مرکز هم د خپل راپور پایله شریک کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې شهزاد محمدي په پښه کې د پړسوب، درد او ټپ له امله نه شي کولی چې د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي، له هغې پرته به له زیات او شدید ټپ سره مخ شي.
سرچینه وايي، د یاد مرکز په تشخیصیه راپور کې راغلي:

«د ناروغ پښې د هډوکي مایع زیاته شوې چې له امله یې د ناروغ د پښې د پړسوب لامل ګرځېدلی چې د کيڼې پښې د زنګانه په شاتنۍ برخه کې واقع ده، له دغه پړسوب سره خفيف ټپ هم مل دی. د علاېمو څخه معلومېږي چې دغه ټپ د پښې د اوږده هډوکي يا د هډوکي په پاي کې د سخت ټپ سبب وګرځي، چې د لومړي ټپ امکان يې زيات دی.»

همدارنګه په یاد راپور کې یادونه شوې:

«د نوموړي د پښې نښلونکي هډوکو پیلې سره کش شوې چې د هډوکي د پاسه د بل هډوکي د جوړېدو يو ډول دی او ناروغ ته یې جدي ستونزه راولاړه کړې ده.»

افغان کرکټ بورډ وروسته له هغې دا راپور خپروي چې اکثرو له ټیمه د شهزاد لرې کول یوه دسیسه وبلله او ویې ویل چې دا کرکټ بورډ په قصداً ډول کړی.

بورډ د هغه راپور انګلیسي متن انځورونه هم خپاره کړي چې شهزاد ټپي ښودل شوی:

 



شهزاد کرکټ
t