په ډیویلرز د روزونکي نیوکې

په ډیویلرز د روزونکي نیوکې

د جنوبي افریقا روزونکي آتیس ګبسن پر اې ډیویلرز سختې نیوکې کړي دي.

ډیولرز تېر کال استعفی وکړه خو سږ کال یې غوښتنه وکړه چې بېرته یې ټیم کې واخلي. هغه وايي” تاسو یو چاته عذر او زارۍ نشې کولی چې راشئ او د خپل هېواد لپاره ولوبیږئ. ډیولرز پرېکړه وکړه چې نور به د جنوبي افریقا لپاره نه لوبیږي، هغه اوس تقاعد شوی او دا پرېکړه به ورسره ټول عمر وي.

هغه وخت کې ما ورته وویل چې پرېکړه مو غلطه ده.، له کومې ورځې چې ډیویلرز له لوبډلې وتلی، افریقا ډېر سیریزونه ګټلي دي.

اوس چې نړیوال جام ته راغلو، ناببره ډیویلرز پیدا شو چې د خپل هېواد لپاره لوبیږي او ژغورونکی دی.”

تر دې مخکې د پاکستان یو پخواني لوبغاړي شعیب اختر هم ویلي وو چې ډیویلرز د خپل هېواد پر ځای تجارتي لیګونه او پېسې غوره وګڼلې.

جعفر هاند



ډیویلرز، نیوکې
t