د ټاکنو لپاره نوم ليکنه؛ هلمند کې يې نن بهير پيل شو

د ټاکنو لپاره نوم ليکنه؛ هلمند کې يې نن بهير پيل شو

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره پرون او نن د هېواد په لر او بر کې د نوم ليکنې دفترونه پرانيستل شوي دي.

هلمند کې د نوم ليکنې بهير نن رسماً پيل شو.

په هلمند ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له لوري د ټاکنو لپاره د تذکرو د سټيکر تقويتي بهير نن د هلمند والي تورنجنرال محمد ياسين خان له لوري د بېلابېلو ملکي او نظامي مسولينو او ګڼ شمېر ولسونو په شتون کې پېل شو.

په همدې اړه، چې د لښکرګاه ښار د شهيد انجينر عبدالمتين ښوونځی کې مراسم نيول شوي وه، د هلمند والي له ټولو ولسونو وغوښتل، چې تذکرې واخلي او هم هغه کسان چې تذکرې يې په تېره دوره کې نه وي سټيکر شوي د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د سټيکر لګولو مرکزونو ته لاړ شي او پر خپلو تذکرو د ټاکنو لپاره سټيکرونه ولګوي، ترڅو نه يوازې د ټاکنو په ملي پروسه کې ګډون وکړي، بلکې ددې ولايت د واقعي نفوسو په تناسب نور امتيازات او حقوق ترلاسه کړي.

ښاغلي ياسين له ديني عالمانو، مدني ټولنو، ولسي مخورو، د ښځو شبکو، رسنيو او ټولو اقشارو وغوښتل، چې خلک په مرکز او ولسواليو کې تذکرو اخيستلو او سټيکر لګولو ته وهڅوي.

هلمند والي وويل:

«چې په مرکز او ولسواليو کې د سټيکر لګولو مرکزونه بشپړه خوندي او فعاله دي، چې دوی کولای شي، په اسانۍ سره ورشي او پر خپلو تذکرو سټيکرونه ولګوي.»

بل لوري هلمند کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون استازي وويل د ټول هيواد په ګډون هلمند کې هم د روانې جوزا مياشتې له ۱۸مې نيټې څخه بيا د سرطان مياشتې تر ۸مې نېټې پورې پر تذکرو د سټيکر لګولو تقويتي بهير پېل شوی، چې له مخې به يې د هغو کسانو پر تذکرو سټيکر ولګول شي، چې د مخکنۍ پروسې څخه پاتې او هم به هغو کسانو ته سټيکر لګول کېږي، چې ټاکنيز محل يې تغير شوی وي.

هغه وويل:
« د لښکرګاه په ګډون په نادعلي، ناوې، نهرسراج، واشير، ګرمسېر، مارجې او کجکي ولسواليو کې د سهار له ۷بجو څخه بيا د مازديګر تر ۴بجو پورې ښځينه او نارينه محلونه د خلکو پر مخ د سټيکر لګولو لپاره پرانېستي دي.»

ورپسې هلمند والي د سټيکر لګولو له ښځينه او نارينه محلونو څخه هم ليدنه وکړه او اړوند مسولينو ته يې لارښوونه وکړه، چې دغه بهير په سمه توګه ترسره کړي.



t