شهزاد محمدي: په ناحقه له نړيوال جام و ايستل شوم

شهزاد محمدي: په ناحقه له نړيوال جام و ايستل شوم

افغان نوميالی توپ وهونکی او وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي په دې خاطر چې ژوبل دی د کرېکټ له نړيوال جام ايستل شوی او بېرته افغانستان ته راغی.

شهزاد محمدي پرون رسنيو سره يوې مرکې کې ويلي دي، رک روغ دی او په ناحقه له نړيوال جام ايستل شوی دی.

هغه ويلي دي، په تمريناتو بوخت وو چې ورته وويل شول ته له لوبې ويستل شوی يې.

هغه پرون کابل ته له رارسېدو سره سم رسنيو ته ويلي:

“ناجایزه یې لېرې کړی یم. د هر یو لوبغاړي خوب وي چې نړیوال جام کې ولوبېږي. ۲۰۱۵ میلادي نړیوال جام کې یې هم ونه لوبولم. پنځه کاله مې انتظار وکړ دلته راغلم. دا دی بیا یې بهر کړم. زه به اوس ۲۰۲۳ ته بیا انتظار کوم.”

محمدي وايي چې ده له ډاکټر سره خبرې کړې وې او د لوبو اجازه یې هم ورکړې وه.

اخوا د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې شهزاد محمدي ژوبل دی او معاینه یې ډاکټرانو او د کرکټ نړیوالې شورا تصدیق کړې ده.




t