د کرکټ بورډ ناسم مدیریت

د کرکټ بورډ ناسم مدیریت

ناسم مديريت نور څنګه وي، کرکټ ټيم يې د انتشار او شديدو داخلي مخالفتونو سره مخ کړاو د ټيم تر منځ همغږي يې په خپلو سطحي او ناسنجېدلو مداخلو له منځه يووړه.
ګلبدين به يو وخت ښه لوبغاړی و، خو دا مهال يې نه اجرا ښه ده او نه مديريت، د توپ اچونې او توپ وهنې ټول لومړيتوب يې ځانته ورکړی و، او په دواړو کې يې ځلېدل هغسې تندر نيولي وو، ګلبدين په هيڅ صورت د اصغر افغان بديل نه دی… سمه ده د شهزاد اجرا هم ښه نه وه، خو د شهزاد بديل څه داسې جاس بټلر يا مهندرا دوني و، خو هغه اکرام علي خوار خو هم هغسې خوار پاتې و. له دغسې بيړنيو پرېکړو داسې ښکاري چې دا هر څه په خراب تقابل کې پېښېږي او تر شا کومه سټراټيژيکه موخه نه شته.
د نبي او راشد په شان لوبغاړي د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره د خدای ورکړه ده، که نه چرته زمونږ ټيم او چرته داسې د IPL او نورو نړيوالو لوبو تکړه لوبغاړي؟ که د کرکټ بورډ په مشرتابه کې زغم، درناوی او سټراټيژيک تفکر وای نو د کرکټ ټيم په مهمو پرېکړو کې به يې دغو او نورو تکړه لوبغاړو سره مشوره کولای، دا چې د دغو تکړه لوبغاړو مزګۍ نه شته دا هر څه د ټيم د انتشار او ذهني ناهمغږۍ زېږنده دي.
زمونږ ملي کرکټ ټيم په يو صعودي سير الوت کاوه، که د لوبو مهالنی ميلان وکتل شي نو زمونږ د ملي لوبډلې ټرېنډ په کې پورته روان و، دغسې پورته تلونکي حالت زمونږ ټيم مسلکيتوب خواته وړ او په راتلونکي کې به زمونږ ټيم په منطقه کې يو سيال ټيم وای.
اوس نو دا پوښتنه بايد وشي چې ايا دغسې خراب تغيرات خو به د دې ميلان د خاورې کولو په موخه نه وي رامنځته شوي؟ په دې برخه کې د پردې تر شا د منطقوي کرکټ مافيا لارښوونې او لاسوهنې هم بايد وپلټل شي.
لږ تر لږه بايد حکومت محترم فضلي صاحب د کرکټ ټيم د دغسې ناسم مديريت له امله يا سم لوري ته هدايت کړي او يا يې ګوښې چرته په صوماليا کې سفير مقرر کړي.

وحیدالله مصلح



کرکپ بورډ، مدیریت
t