د شهزاد څرګندونو ته د کرېکټ بورډ غبرګون

د شهزاد څرګندونو ته د کرېکټ بورډ غبرګون

محمد شهزاد د پښې د پاړسوب او ټپ له امله له لوبډلې ایستل شوی دی

افغان کرېکټ بورډ په يو خپور کړي بيان کې ويلي دي، د کرکټ ملي لوبغاړی محمد شهزاد د ناروغۍ او د پښې ټپ له امله له لوبډلې ایستل شوی دی چې په اړه یې د انګلستان د لندن ښار د وېسټا ډایګنوزټکس د درملنې مرکز هم د خپل راپور پایله شریک کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې شهزاد محمدي په پښه کې د پړسوب، درد او ټپ له امله نه شي کولی چې د نړیوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي، له هغې پرته به له زیات او شدید ټپ سره مخ شي.

د یاد مرکز په تشخیصیه راپور کې راغلي:

 ((د ناروغ پښې د هډوکي مایع زیاته شوې چې له امله یې د ناروغ د پښې د پړسوب لامل ګرځېدلی چې د کيڼې پښې د زنګانه په شاتنۍ برخه کې واقع ده، له دغه پړسوب سره خفيف ټپ هم مل دی. د علاېمو څخه معلومېږي چې دغه ټپ د پښې د اوږده هډوکي يا د هډوکي په پاي کې د سخت ټپ سبب وګرځي، چې د لومړي ټپ امکان يې زيات دی))

همدارنګه په یاد راپور کې یادونه شوې ((د نوموړي د پښې نښلونکي هډوکو پیلې سره کش شوې چې د هډوکي د پاسه د بل هډوکي د جوړېدو يو ډول دی او ناروغ ته یې جدي ستونزه راولاړه کړې ده))

شهزاد محمدي له نړيوال جام ايستل شوی، هغه ادعا وکړه چې رک روغ دی او په ناحقه ډول له لوبو منع کړی شوی دی.




t