د کرېکټ نړيوال جام؛ هند خپله دوهمه لوبه هم وګټله

د کرېکټ نړيوال جام؛ هند خپله دوهمه لوبه هم وګټله

د کرېکټ ۲۰۱۹ نړيوال جام کې هند خپله دوهمه لوبه له اسټراليا په پوره بري وګټله.

هند اسټراليا ته د ۳۵۳ منډو هدف وټاکه چې اسټراليا يوازې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۶ منډې جوړې کړې او لوبه وبايلله.

د دې لوبې غوره لوبغاړی شیکر دون و چې د هند لپاره یې ۱۱۷ منډې جوړې کړې.

هند تردې مخکې جنوبي افریقا هم ماته کړې او بله لوبه له نیوزلنډ سره کوي.




t