د علقمه رضي الله عنه له پنده ډکه کیسه

د علقمه رضي الله عنه له پنده ډکه کیسه

د نبي کریم (ص) په وخت کې د علقمه (رض) په نوم یو عابد او زاهد صحابي و، نوموړی ډېر سخي لمونځ کوونکی، روژه نیونکی او صدقه ورکوونکی انسان و، دا هر څه به یې یوازې د الله (ج) د رضا له پاره کول، وخت داسې راغی چې علقمه (رض) ناروغ شو او ناروغي یې مخ په ډېرېدو شوه، مېرمن یې د رسول الله (ص) په خدمت کې حاضره شوه او ویې ویل: یا رسول الله (ص) زما خاوند د نزع ( ځنکدن ) په حالت کې دی، غوره مې وګڼله، چې په هکله یې تاته خبر درکړم، رسول الله (ص) عمار، صهیب او بلال (رض) ته وویل:
ورشئ او هغه ته د شهادت د کلمې ویلو ووایئ! دوی چې لاړل او د رسول الله (ص) خبره یې ورته وکړه، نو د هغه ژبه د کلمې په ویلو نه خوځېده، مبارک اصحاب بېرته راغلل او دا خبره یې رسول الله (ص) ته وکړه، رسول الله (ص) چې له دې خبرې خبر شو وې ویل: آیا د دې له مور او پلار څخه کوم یو ژوندی دی؟ ځواب یې ورکړ: هو! مور یې ژوندۍ ده، خو هغه ډېره کمزورې ده، رسول الله (ص) یو کس ته یې امر وکړ، ورشه او د ده مور ته ووایه، که دلته د راتلو همت او طاقت لري، نو ښه خبره ده او که نه شي راتلای، ورته ووایه چې هملته پاتې شي، زه به ورشم و کله چې د رسول الله (ص) پیغام وړونکی د علقمه (رض) مور ته ورغی او خبره یې ورته وکړه، نو هغې په بې پروایۍ او بې صبرۍ سره وویل: زما سر او مال له رسول الله (ص) څخه ځار شه، زه به په خپله ورشم، بیایې خپله همسا واخیستله او د ګاونډي په مرسته د رسول الله (ص) په خدمت کې حاضره شوه او سلام یې وکړ، رسول الله (ص) ورته وویل: اې د علقمه مورې! رښتیا رښتیا ووایه! که چېرې ماته درواغ ووایې، نو الله (ج) به د وحې په وسیله ما خبر کړي، د علقمه کیسه څه ډول ده؟ مور یې وویل: یا رسول الله (ص) هغه ډېر لمونځ کوونکی او روژه نیونکی او صدقه ورکوونکی دی، رسول الله (ص) وویل: له تاسره یې چلند څه ډول و؟
د علقمه (رض) مور وویل: اې د الله (ج) رسوله (ص) زه ترې خپه یمه! رسول الله (ص) وویل: ولې؟ د علقمه (رض) مور وویل: ځکه هغه به په خپلې ښځې لګښت کاوه او زما به یې نا فرماني کوله! رسول الله (ص) صحابه کرامو (رض) خپل مبارک مخ ور واړاوه او وې ویل: د مور نافرمانۍ د علقمه (رض) ژبه د کلمې له ویلو نه منعه کړېده، بیا یې بلال (رض) ته وویل:
اې بلاله! (رض) ولاړ شه او ښه ډېر لرګي راټول کړه! د علقمه (رض) مور وویل:
یا رسول الله (ص) په لرګیو باندې څه کوې؟ رسول الله (ص) ځواب ورکړ: علقمه پکې سوځوم! د علقمه (رض) مور وویل: یا رسول الله (ص) هغه زما زوی دی، ته چې هغه زما په مخکې په اور سوځوې! دا زه نه شم زغملای! رسول الله (ص) د الله (ج) عذاب (اور) تل پاتې کېدونکی او له دې اوره څو چنده سخت دی، که چېرې ته له خپل زوی څخه راضي یې، نو هغه وبښه، ( تر څو د الله (ج) له تل پاتې او سخت عذاب نه خلاص شي ).
رسول الله (ص) وویل: سوګند په الله (ج) د علقمه (رض) لمونځ، روژه، زکات او صدقې به د هغه هېڅ پکار نشي او له عذابه به یې ونه شي ژغورلای، تر څو چې ته علقمه (رض) ته بښنه ونه کړې، رسول الله (ص) چې دا خبره وکړه، د علقمه (رض) مور وویل:
یا رسول الله (ص) زه الله (ج) د الله (ج) ملایکې د الله (ج) رسول الله (ص) او هغه خلک ګواه نیسم کوم چې په دې مجلس کې حاضر دي او د ټولو په مخکې دا خبره کوم، چې زه د خپل زوی علقمه (رض) څخه راضي یمه، له دې خبرې وروسته رسول الله (ص) بلال (رض) ته وویل: ولاړ شه او وګوره چې د علقمه (رض) ژبه د کلمې په ویلو راغلې او که نه؟
کېدای شي چې د علقمه (رض) مور دا خبره له زړه څخه نه وي کړي، بلال د علقمه (رض) کورته ولاړ، کورته چې ورسېد، نو له د باندې نه یې د کلمې آواز واورېد، بیا دننه ورغی او خلکو ته یې وویل: اې خلکو! بې له شکه د علقمه (رض) د مور ناراضۍ د علقمه (رض) ژبه د کلمې له ویلو نه منعه کړې وه او کله چې مور ترې راضي شوه، نو ژبه یې د کلمې په ویلو وتوانېده.
علقمه (رض) په همدغې ورځ د کلمې ویلو وروسته وفات شو، بلال (رض) بېرته راغی او
رسول الله (ص) ته یې د علقمه (رض) د کلمې او مرګ خبر ورکړ، رسول الله (ص) امر وکړ:
علقمه (رض) ته غسل ورکړئ او هم یې کفن کې تاو کړئ! کله چې غسل ورکړل شو او په کفن کې را ونغاړل شو، نو رسول الله (ص) یې جنازه وکړه او خاورو ته له سپارلو وروسته یې د قبر په خواکې ودرېد او وې ویل: اې مسلمانانو! کوم کس چې ښځې ته په مور باندې ترجیح ورکړي، په هغه کس باندې الله (ج) ملایکې او ټول انسانان لعنت وایي، سوګند په الله (ج) چې الله (ج) د دغه کس یو فرضي او نفلي عمل، هغه که لمونځ وي، که روژه وي، که زکات وي او که نور څه نه قبلوي ، تر دې چې توبه وکړي او الله (ج) ته ور وګرځي.

عطا محمد میاخیل


له پنده ډکه کیسه