چین: هغه سپین ږیری چې د سړک لپاره کور نه ورانوي

چین: هغه سپین ږیری چې د سړک لپاره کور نه ورانوي

د چين د ختيځ په Zhejiang ولايت کې محلي ادارې کلونه کوشش وکړ چې يو ۸۹ کلن کروندګر چې پر کور باندې يې لويه لاره راغلې د خپل کور ړنګولو ته قانع کړي.

دولت يې شاوخوا سړک پوخ کړی او وايي چې د سپين ږيري کور (نېل هاوس) دی چې په‌مقابل کې به يې يو څه پيسې سپين ږيري ته ورکړل شي خو سپين ږيری وايي چې کټ مټ دغسې کور به بل ځای راته جوړوئ تر هغو خپل کور نه پرېږدم چې ړنګ يې کړئ، دولت يې شاوخوا سړک جوړ کړی خو په منځ کې يې دا کور پاتې دی.

ان دا چې کورنۍ ،ملګري او ډېر دوستان يې دولت ور جرګه کړل خو سپين ږيري دواړه پښې په يوه موزه کې ننباسلې دي او کلک په خپله خبره ولاړ و. بالاخره څو کاله بعد ايله محلي اداره وتوانېده چې سپين ږیری قانع کړي او کور يې ور ړنګ کړي.

نور احمد عایل


معلوماتي چین
t