د اسامه بن لادن جسد ولي سيند ته واچول سو؟

د اسامه بن لادن جسد ولي سيند ته واچول سو؟

ژباړه: عزت الله ذکي

د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر شهزاده ترکي الفيصل د العربيه خبري شبکې سره د خبرو پرمهال ويلي، آمريکا ځکه د القاعده د مخکني مشر اسامه بن لادن جسد سيند ته واچاوه، چي پر هغه د مزار جوړېدو مخنيوی وکړي.

شهزاده ترکي الفيصل زياته کړې، چي آمريکا ددې پرځای چي د اسامه بن لادن جسد دفن کړي، هغه يې سيند ته واچاوه، ترڅو پر هغه د جوړېدونکي مزار مخه ونيسي، کوم چي ممکنه وه، يو شمېر کسان د هغه زيارت وکړي.

ترکي الفيصل څرګنده کړې، چي هغه څه چي اسامه بن لادن وکړل، د هيچا ذهن ورته نه رسيږي او نوموړي به تل خپل آقامت ځای ته تغير ورکاوه، ترڅو ونه پېژندل سي.

د شهزاده الفيصل په خبره، سعودي عربستان يوازي د بشردوستانه دلايلو په آساس د اسامه کورنۍ ته دا اجازه ورکوله، چي د هغه ليدلو ته ورسي.

د شهزاده الفيصل په وينا، چي د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر څخه يې څو ځله غوښتنه کړې وه، چي اسامه سعودي ته وسپاري، خو هغه نه وه منلې.

الفيصل وړاندي زياته کړې، دا چي ياده موضوع د افغانستان په ضرر وه، نو ملا عمر ته يې د اسامه سعودي ته د سپارلو د عواقبو په اړه خبرداری ورکړ، دا و، چي اسامه بن لادن د سعودي عربستان سره خپلي اړيکي پرې کړې.

د نوموړي د وينا له مخي، داسي توضیحات نه سته، چي ولي آمریکا اسامه بن لادن د نيولو پرځاى وواژه، خو آمريکا ويلي، هغه وخت چي د اسامه هستوګنځي ته ننوتل، هغه مسلح و، ځکه يې وواژه.


افغانستان سيمه او نړۍ