د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ۴ لویې تیروتنې/د ولسي جرګې غړی جاوید ساپی

د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې ۴ لویې تیروتنې/د ولسي جرګې غړی جاوید ساپی

زما په اند د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې څلور لويې تيروتنې:

۱: د کرکټ بورډ د ريئس په توګه د يو غير مسلکي، چې هيڅ وړتيا او شايستګي يې نرله د “فضلي” ټاکل و.
۲: که په تيرو لوبو کې يې کپتاني او کارکردګي هر رنګه وه، خو د نړيوال جام يا ورړلډ کپ تر پيليدو مخکې د اصغر افغان بدلول يوه ستره تيروتنه وه.

۳: په نړيوال جام کې د نويو او بې تجربه لوبغاړو راوستل او په نړيوالو ډګرونو لوبول پخپله د لوبغاړي په روان منفي تاثير لري، چې په پايله کې يې لوبه خرابې لور ته ځي، ښه مثال يې اوسنۍ لوبې دي.

۴: محمد شهزاد په دريو لوبو کې ښه لوبه ونکړاې شوه، هغه څخه ډيره توقع دا وه، چې څلورمه لوبه کې به ښه وځليږي، خو بدبختانه ناسمه رهبري تل ناسمې پريکړې کوي، د شهزاد نشتون د افغانستان د کرکټ د ملا په تير يو بل سخت ګوزار وه.

دا هغه تيروتنې دي، چې د نړيوال جام تر پايه به د کرکټ ګټلی نوم بيرته وبايلو.



افغان کرکټ او تیروتنې
t