د سلمان خان بهارت فلم؛ په لوموړۍ ورځ یي ښه بازار درلود

د سلمان خان بهارت فلم؛ په لوموړۍ ورځ یي ښه بازار درلود

د( بهارت) په نوم د هندي سېنما د نوموتو ستورو سلمان‌ خان او کترینا کیف تازه فلم چي  د اختر په ورځو کي پر سېنماګانو نندارې ته وړاندې سو وار له مخه یې څو ریکارډونه جوړ کړل.

د علي عباس ظفر په لارښوونه دې فلم په بالیووډ سېنما کي د سلمان‌ خان یو تر ټولو ډېر ګټور فلم وبلل سو، ځکه په لومړۍ ورځ یي

۴۲٫۳ کروړه روپۍ وګټلې،  په داسی حال کي چي په ۲۰۱۵ مېلادي کال کي د سلمان ‌خان (پرېم ردن دن پایو)فلم په یوه ورځ کي ۴۰٫۳۵ کروړه ګټلې وې.

په (بهارت) فلم ۱۰۰ کروړه بودیجه لګول سوې ده، یاد فلم په روان  ۲۰۱۹ مېلادي کال کي په بالیووډ کي یو تر ټولو ډېر ګټه کوونکي فلم وبلل سو او په دې سره د (کلنک) په نوم فلم یي شاته کړ چې ۲۱٫۶ کروړه روپۍ یې په لومړۍ ورځ ګټلې وې.

د (بهارت) فلم د سلمان‌ خان او کترینه کیف هغه ګډ فلم سو چي تر نورو یې ډېرې پیسې وګټلې

همدارنګه د دې ریکارډونو تر څنګ (بهارت) فلم د اختر په ورځو کي د سلمان‌ خان یو تر ټولو ګټور فلم وبلل سو، ځکه په ۲۰۱۶ مېلادي کال اختر کي د هغه سلطان فلم په لومړۍ ورځ یوازې ۳۶٫۵۴ کروړه ګټلې وې.

د (بهارت) فلم د سلمان‌ خان او کترینه کیف هغه ګډ فلم سو چي تر نورو یې ډېرې پیسې وګټلې، ځکه په ۲۰۱۷ مېلادي کال کي د دوی (ټایګر زنده‌ هی)ګډ فلم په لومړۍ ورځ یوازې ۳۴٫۱۰ کروړه روپۍ ګټلې وې.

په هندي سېنما کې د عامر خان (ټهګ اف هندوستان) او د شارخ‌ خان (هپي نیو ایر) فلمونو وروسته درېیم  هغه فلمونه سول چې تر ټولو ډېرې پیسې یې ګټلي دي.


بالیووډ فلمي نړۍ
t