د انټرنټ له لارې فقر او د زرګونه ډالرو ګټل

د انټرنټ له لارې فقر او د زرګونه ډالرو ګټل

تاسو به فقيران يا سوالګر ليدلي وي، چې پر لويو لارو او څلور لارو کې ناست وي او د پيسو غوښتلو په خاطر درته لاس درغځوي.

خو داسې سوالګر هم شته چې په لوکسو دفترونو کې د مير او کمپيوټر تر شا ناست او زرګونه ډالر ګټي.

ګلف نيوز ورځپاڼې د راپور په حواله، پوليسو دوبۍ کې يوه مور نيولې چې په انلاين ډول يې سوالګري کړې او پنځوس زره ډالر يې ګټلي دي.

دغې ښځې د خپلو ماشومانو عکسونه پر فېسبوک، ټوېټر او انسټاگرام خپاره کړي و او له خلکو يې هغوى سره د مالي مرستې غوښتنه کړې وه.

ورځپاڼه وايي ډېر شمېر خلکو پيسې ورکړې وې. ويل شوي دا ښځه له يوۀ اروپايي هېواد ده خو پوليسو نه دي ويلي چې د کوم هېواد او يا څو کلنه ده.



t