يوې کم عمره نجلۍ ډېرو هېوادونو ته د سفر کولو ريکاډ جوړ کړ

يوې کم عمره نجلۍ ډېرو هېوادونو ته د سفر کولو ريکاډ جوړ کړ

د لکسي الفورډ په نوم يوه ۲۱ کلنه پېغله د نړۍ ۱۹۶ هېوادونو ته تللې ده، هغې په دې سره نړيوال ريکاډ جوړ کړ او نوم يې د ګينيس په کتاب کې ثبت شو.

که د هغه دا سفرونه د نوموړې پر عمر تقسيم شي نو هر کال يې ۹ هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

تر دې مخکې جيمز اسکوايټ دا ريکاډ په ۲۴ کلنۍ کې جوړ کړی و.

لکسي او کورنۍ یې چې سیاحتي شرکت لري، نوموړې ته دا امکان ورکړی چې په کم عمر کې وکوای شي دا ریکارډ جوړ کړي.

لکسي د مې په ۳۱ اعلان وکړ چې په خپل لیست کې وروستي هېواد ته یې سفر کړی دی او له دې سره یې د خپلو سفرونو لړۍ بشپړه کړې.



t