کوز کونړ کې دوه ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

کوز کونړ کې دوه ښوونځي ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کوز کاشکوټ او اصحاب بابا سيمو کې د خپلواکۍ سلمې کاليزې په مناسبت د UNHCR ادارې په اتلس ميليونه افغانيو مالي لګښت دوه ښوونځي تر جوړيدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د UNHCR ادارې استازې کِرو لاين وان بورين وويل، چې دغه ښوونځي يې اتلس ميليونه افغانيو په لګښت د Best ساختماني شرکت له لوري په يو پوړ کې جوړ کړي، چې ټول اړين ملحقات لري.
د ولايت مقام فرهنګي کارپوه اکبر شیر وويل، چې د دې ولسوالۍ کوز کاشکوټ سيمه کې د نجونو لېسه او په اصحاب بابا سيمه کې منځنی ښوونځی چې دواړه يو ډول د احاطې ديوالونه، اته درسي او څلور اداري خونې، د اوبو څاه ګانې، تشنابونه، ميز لرونکې چوکۍ او نور ملحقات لري د يو کال په موده کې جوړ شوي دي.
نوموړي د يونيسيار ادارې له مسئولينو مننه وکړه، چې د کوز کاشکوټ انجونو ښونځی يې په پاخه او اساسي ډول جوړ کړ.
ده له ښوونکو، زده کوونکو او سیمې نورو خلکو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د ياد ښوونځي په ساتنه کې حکومت سره همکاري وکړي.
هغه همدا راز د يادې سيمې پر مشرانو غږ وکړ، چې خپل اولادونه د زده کړو په موخه ښوونځيو ته وليږي او له زده کړو څخه يې بې برخې نه کړي.




t