ننګرهار: د اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

ننګرهار: د اوبو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کوز کاشکوټ سيمه کې د UNHCR ادارې په دوه ميليونه او اته سوه زره افغانيو مالي لګښت د سولري برېښنا پر مټ د اوبو رسولو يوه شبکه تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه، چې ۲۶۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي.
د ولايت مقام فرهنګي چارو کارپوه اکبر شير وويل، چې د اوبو دغه شبکه، چې په سولري برېښنا سمبال ده د يونيسيار ادراې په دوه ميليونه او اته سوه زره افغانيو مالي لګښت جوړه شوې، چې د دې سيمې ګڼ شمېر کورنيو د پاکو اوبو ستونزه ور سره حل شوه.
نوموړي د يونيسار ادارې او بیسټ شرکت له مسئولينو مننه وکړه، چې د اوبو شبکه يې په ښه ډول جوړ کړې او د سيمې له خلکو يې غوښتنه وکړه، چې د يادې شبکې ساتنه وکړي او په ښه توګه ترې کار واخلي.
د best ساختماني شرکت مسئول عطاء الله مجددي وويل، چې د اوبو دغه شبکه سل متره څاه، دولس متره لوړه د اوبو ذخيره، ديارلس شیردانونه او د پنځه ويش زره ليتره اوبو ظرفيت لري، چې د سولري برېښنا پر مټ درې نيم زره مترو کې ۲۶۰ کورنيو ته اوبه رسوي.
دوی وايي، چې د اوبو وېش په موخه يې يوه کمېټه جوړه کړې، چې په نوبت يادو کورونو ته اوبه ورکول کيږي او همدا کمېټه د شبکې ساتنې او نظارت دنده هم پر غاړه لري.




t