د احمدشاه ابدالي کرېکټ سيالۍ ځنډېدلي

د احمدشاه ابدالي کرېکټ سيالۍ ځنډېدلي

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د احمدشاه ابدالي سيالۍ چې ټاکل شوې وه څلور ورځې به دوام وکړي د ورښتونو له امله ځنډېدلي دي.

د کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، دا سيالۍ د غازي امان الله خان په لوبغالي کې لس ورځې وړاندې پيل شوې وې.

هغه وايي، دې سياليو کې شپږو زونونو برخه درلوده.

نوموړي دا هم وویل چې په روانو سیالیو کې تر دې دمه د کابل لوبډله د ۳۰ نمرو په لرلو سره تر نورو مخکې ده، همدا شان امو لوبډله د ۲۷ او سپین غر لوبډله د ۲۶ نمرو په لرلو سره د جدول په دوهم او درېیم ځای کې قرار لري.




تبصره وکړئ

avatar
t