د شپږيزې ليګ دوه لوبډلو د امتياز اخيستلو لپاره وړانديز شوی

د شپږيزې ليګ دوه لوبډلو د امتياز اخيستلو لپاره وړانديز شوی

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ۲۰۱۹ شل اوريز شپږيزه ليګ دوو لوبډلو امتياز اخيستو لپاره ادارې او شرکتونه کولی شي برخه واخلي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لوبډلې د کابل ایګلز او د بندامیر دراګنز دي.

د شپږیزې شل اوریزه لیګ هر کال په افغانستان کې جوړېږي چې د زونونو شپږ ټیمونه په کې برخه اخلي.

ويل شوي دي، څلور نورې لوبډلې د امتياز اخيستو لپاره نورو کمپينو ته ورکړل شوي دي.




t