دفاع وزارت: د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه کمزوري شوي دي

دفاع وزارت: د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه کمزوري شوي دي

د افغانسان دفاع وزارت وايي، افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې فعاليتونه او تحرکات کمزوري شوي دي.

د ياد وزارت وياند زبير عارف رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، د داعش ډله اوس هم د افغانستان په ختيځ ننګرهار او کونړ ولايتونه کې فعاله ده خو په يو شمېر نورو سيمو کې ياده ډله د امنيتي ځواکونو لخوا ځپل شوې ده.

هغه رسنيو ته ويلي:

«داعش ډله په پوره مانا ځپل شوې شوې ده، افغانستان کې اوس د دې ډلې د پټېدو لپاره ځای نشته او نه ورسره د خلکو ملاتړ شته دوی په جوزجان، زابل او کندهار کې محوه شول، اوس هغوی په یوه کمزوري وضعیت کې دي او موږ کوښښ کوو چې ختم شي»

دفاع وزارت دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې يو امريکايي استخباراتي چارواکي څه موده مخکې وويل، داعش لا هم د افغانستان او بيا د امريکا لپاره لوی ګواښ دی.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي وو چې داعش ډله په سوریې او عراق کې د سیمو له لاسه ورکولو وروسته د افغانستان د شمال لوېدیځ په غرنیو سیمو کې د پراخېدو په حال کې ده او نور کسان ګماري.

داعش ډله چې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې يې څو کاله پرلپسې تحرکات وکړ اوس د ننګرهار څنګلوري کونړ ولايت کې پټنځايونه لري.

کونړ کې له تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو او داعشيانو پرلپسې خپلمنځي نښتې هم وکړې چې له امله يې له سيمې زرګونه کورنۍ هم بې ځايه شوې.

ځايي امنيتي چارواکي وايي، ياده ډله يې سخته ځپلې ده او اوس ترې سر نه شي راپورته کولی.

خو په ټوله کې لا هم داعش وسله واله ډله د افغانستان لپاره يو ګواښ بلل کېږي.