کرېکټ او وروستي تغيرات / نورالله عادب

کرېکټ او وروستي تغيرات / نورالله عادب

کرکیټ مې مسلک نه دی خو اداره او مدیریت مې مسلک دی، نو ځکه د کرکیټ بورډ وروستۍ پرېکړې به درته د مدیریت له اړخه تشریح کړم.

د یو رهبر او مدیر له مثبتو او اړینو ځانګړنو څخه یوه ځانګړنه داده، چې باید سم کار په سم وخت کې ترسره کړي یا په انګلیسي اصطلاح:

(Doing the right things in the right time).

همدارنګه د تغیر راوستلو لپاره د تغیر مدیریت هم یو ډیر حیاتي او اړین عامل دی، چې د تغیر مدیریت کې باید تر هر څه وړاندې د داخلي تغیر د راوستلو لپاره لاندي درې اړین ټکي په نظر کې ونیسو.

۱:- آیا د تغیر راوستلو لپاره دا وخت مناسب دی؟
۲:- آیا مونږ په کافي کچه وخت لرو څو د تغیر راوستلو وروسته دا تغیر مدیریت او جبران کړو؟ همدارنګه په ښکېلو اړخونو یې د منفي عواملو مخنیوی وکړو؟
۳:- تغیر راوستونکي یا د تغیر عامل افراد باید بې طرفه و اوسي او په خپلو پریکړو کې هیڅ ډول تعصب او تضاد ترسره نه کړي، ځکه چې د شخصي تضاد پر بنسټ تغیر راوستل د ټول سازمان د ناکامۍ سبب کیږي.

نو جناب فضلي صاحب!

په کرکیټ بورډ کې د شته مافیا له منځه وړل او ژور اصلاحات او تغیرات راوستل د ټول افغان ولس غوښتنه ده اما ددې غوښتنې د عملي کولو لپاره دا وخت مناسب وخت نه وو.

۱:- په پیل کې مو د له نړیوال جام څخه فقد څو میاشتې مخکې د کپتان په بدلولو سره د ټولې لوبډلې او لوبغاړو مورال کمزوری کړ او حتی په نړیواله کچه مو دغه بې وخته پریکړه له سخت غبرګون سره مخ شوه.

۲:- اصغر د لوبډلې یو پیاوړی لوبغاړی دی او فقد څو میاشتې مخکې یې په هره لوبه کې، افغان لوبډله په ښه ډول رهبري کوله، خو تاسې هغه بغیر له کوم دلیل څخه نه لوبوئ، په داسې حال کې چې تاسې او اوسني کپتان نایب ویلي وه چې نړیوال جام کې به د کپتانۍ په برخه کې د اصغر له تجربو څخه استفاده کوئ او میدان کې به ورسره مشوره کوئ نو هغه مشوره څه شوه؟

۳:- که خبره د شهزاد وکړو نو زمونږ لپاره زیاتي لوبي شهزاد د خپل بېټ او ویکټ ساتنې په مټ ګټلي او د ملي لوبډلې یو ډیر پیاوړی لوبغاړی دی، چې هر ځل د افغان کرکیټ نوم اخیستل کیږي نو د شهزاد نوم هم ورسره جوخت اخیستل کیږي، خو تاسې یې هیڅ ددې خبرو لحاظ ونه کړ او د خپل شخصي عقدو سړلو لپاره مو بې دلیله افغانستان ته راولېږه، چې د یو لوبغاړي په حق کې دا هر څه ستر ظلم او حماقت دی.

۴:- د بې وخته او غیر منطقي کړنو له امله مو لوبغاړي له سخت روحي فشارونو سره مخ کړي، چې له همدې امله ټول لوبغاړي خپل عادي کرکیټ نه شي کولای ځکه هر یو په دې تشویش کې دی چې څه به ورسره وشي او په کومه بهانه به یې کرکیټ بورډ او کپتان له لوبډلې بهر کړي.

۵:- د لوبډلې د بې اتفاقۍ او ستونزو کیسې مو حتی نړیوالو رسنیو ته هم ورسېدې، چې دا د ټول افغان ولس او افغان کرکیټ لپاره یو ډیر خواشینوونکی حالت دی.

۶:- کولای مو شول چې دا تغیرات په ډیر یو ښه او بې طرفه ډول له نړیوال جام وروسته راولی او هغه وخت شاید دې تغیراتو په لوبډلې دومره ځواکمن منفي تاثیر هم نه وای کړی ځکه د جبران او مدیریت لپاره به یې زمونږ سره په کافي کچه وخت وو.

۷:- فقد څو میاشتې وړاندې د افغان کرکیټ کیسه په نړۍ کې خورا ګرمه روانه وه، د نړۍ هره مثبته تبصره زمونږ په کرکیټ ترسره کېده، خو تاسې په ډیر کم وخت کې هر څه برعکس کړل.




t